Pajhwok Afghan News

په هرات کې د اکسیجن د تولید جوړه شوې دستګاه فعاله شوه

هرات ښار(پژواک،۲چنګاښ ۱۴۰۰): د هرات پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د رباتیک ځوانانو ډلې د اکسیجن د تولید یوه دستګاه جوړه کړې ده.

د اریا تپ تک رباتیک ډلې مشر عبدالخالق محمدي وایي چې دغه دستګاه کولی شي په یوه دقیقه کې له  ۶۵ تر ۷۵ سلنه خالص، ۱۵ لیتره اکسیجن تولید کړي.

د هغه په وینا، دغه دستګاه د ښاري برېښنا، بټرۍ او لمریزې برېښنا په وسیله هم کار کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، د دستګاه بله وړتیا داده چې په درېیو پړاوونو کې له هوا څخه ګرد، دوړې او مضر ګازونه پاکوي، چې د کرونا، زړه او تنفسي ناروغان هم له دې دستګاه استفاده کولای شي.

هغه وویل، د دغې دستګاه په جوړولو تراوسه ۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی او له لومړنیو امکاناتو څخه جوړه شوې ده.

د ده په خبره، دغه دستګاه په اوسنیو شرایطو کې چې کرونایي ناروغان اکسیجن ته اړتیا لري ډېره ګټوره ده.

د رباتیک ډلې یوې غړې ملکې ریحانې وویل، د دغې دستګاه د پروګرام لیکلو برخه کې له دوو ژبو  « بسکام او کوتشن » څخه استفاده شوې ده.

هغې زیاته کړه چې دغه دستګاه په لومړنیو امکاناتو جوړه شوې، نیمګړتیاوې لري، خو په اوسنیو شرایطو کې کولای شي د اکسیجن د کمښت ستونزه حل کړي.

د رباتیک ډلې بل غړي وحید جمشیدي وویل چې له دغې دستګاه څخه پر یوه وخت دوه ناروغان ګټه اخیستلی شي.

ده وویل، دغه دستګاه کولای شي هوا پیدا کړي او د فلترونو په وسیله ناورغانو ته له ۶۵ تر ۷۵ سلنه خالص اکسیجن ورکړي.

هغه زیاته کړه، د ډېرو فلترونو په نصبېدو سره د یادې دستګاه ظرفیت ډېرېږي.

د هرات والي عبدالصبور قانع له دې ډلې سره د کتنې پر مهال د اکسیجن د تولید ستګاه د جوړېدو له امله هرکلی وکړ.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا د محصلینو د دغه نوښت هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دغه دستګاه به د عامې روغتیا وزارت  له خوا و ازمویل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د مصنوعي تنفس لومړنۍ دستګاه هرات ولایت کې د رباتیک نجونو ډلې طرحه او جوړه کړې وه.

Views: 15

Exit mobile version