Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٦ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٥٧٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٨٦ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٤٩٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٥٧٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٠٩٥٣٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۲۸۱ کسان په کابل، ۱۵۸ په ننګرهار، ۱۴۰ په بلخ، ۱۱۸ په غزني، ۱۱۲ په تخار، ۱۰۲ په کندهار، ۶۸ په سمنګان، ۶۷ په میدان وردګ، ۵۷-۵۷ په هرات، فاریاب او فراه، ۴۰-۴۰ په کونړ او زابل، ۳۸ په پروان، ۳۶ په پکتیا، ۳۲ په غور، ۲۷ په پنجشېر، ۲۶ په خوست، ۲۱ په کندوز، ۱۸ په هلمند، ۱۵-۱۵ په لوګر او لغمان او يو کس هم په بادغيس ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٣٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۶۶۱۰۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٨٦ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۴۴۵۲ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٩ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٨،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.