ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ امریکا ته ورسید

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ امریکا ته ورسید

author avatar
24 Jun 2021 - 10:05
ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ امریکا ته ورسید
author avatar
24 Jun 2021 - 10:05

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ امریکا ته ورسید  او هلته به د جمعې په ورځ له ولسمشر باډین سره وګوري.

له ارګه د چنګاښ په ۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر پر مهال به ولسمشر او ډاکتر عبدالله د امریکا له ولسمشر جو بایډن، د کانګریس او سنا له غړو او نورو لوړپوړو امریکايي چارواکو سره جلا جلا لیدنې ولري.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنو کتنو کې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړي کولو، د افغان امنیتي ځواکونو پر تمویل او تجهیز او ملاتړ او له افغانستان سره د امریکا پر اقتصادي مرستو خبرې وشي.

بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله هم له ولسمشر سره په دغه سفر کې مل دی.

سرچینې زیاته کړې، د دغه سفر پر مهال به د افغانستان اړخ د سولې پر پروسې، د کابل او واشنګټن د همکاریو او ستراتیژیکو اړیکو پر دوام، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له ترهګرۍ سره مبارزه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پر دوام او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو په پراختیا بحث او د نظرونو تبادله وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي ملتیا کوي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.