ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په شېرخان بندر کې صادرات او واردات پيل کړي دي

طالبانو په شېرخان بندر کې صادرات او واردات پيل کړي دي

author avatar
25 Jun 2021 - 16:25
طالبانو په شېرخان بندر کې صادرات او واردات پيل کړي دي
author avatar
25 Jun 2021 - 16:25

کندوز ښار (پژواک، ٤ چنګاښ ١٤٠٠): حکومتي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د کندوز له شېرخان بندر څخه تاجکستان هېواد ته صادرات او واردات پيل کړي او بل لورته طالبان هم دغه مسله تاييدوي.

په کندوز کې يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د کندوز په شېرخان بندر کې سوداګرو ته ويلي چې د تېر په څېر خپل کاروبار په عادي ډوکل پيل کړي.

دغه سرچينه وايي: ((سوداګرو بېرته کار وبار پيل کړى دى، خو د ګمرک ټول تخنيکي وسايل، د سوداګرو ځينې مالونه چې د ګمرک په ګدامونو کې وو او هغه موټرونه چې ضبط شوي وو ټول ايستل شوي او وړل شوي دي.))

هغه زياتوي، که چيرې شېرخان بندر ته جدي پاملرنه ونه شي، ميليونونه عوايد چې حکومت له شېرخان بندر څخه ترلاسه کول، له لاسه يې وځي.

د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي په دې اړه بې خبري وښوده.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په شېرخان بندر کې د يوې ورځې لپاره صادرات او واردات بند شوى وو، خو له هغه وروسته په نورمال ډول بېرته پيل شوي دي.

د يادونې ده چې د کندوز د يو شمېر نورو سيمو ترڅنګ شېرخان بندر هم دا مهال د طالبانو په کنټرول کې دى.

Visits: 2801

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.