کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د پاکستان کورنیو چارو وزیر منلي ده چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، ټپيان یې د درملنې لپاره هلته ته ور وړل کېږي.
شیخ رشید احمد چې د پاکستان یو له وتلو سیاستوالو دی او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف واکمن ګوند اتحادي هم دی، دا څرګندونې له جیو نیوز سره په یوه تازه ځانګړې مرکه کې کړې دي.
خو هغه په دې مرکه کې زیاته کړې، د پاکستان د اوسني حکومت کړنلاره دا ده چې د دغه هېواد خاوره به د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي.
شیخ رشید د پاکستان پوځ له خوا له القاعده او طالبانو سره د مقابلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، اصلي مسئله دا ده چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې میشتې دي.
ده زیاته کړې: " اصلي موضوع دا ده چې د طالبانو او نورو کورنۍ دلته په پاکستان کې اوسېږي، دوی په مروت، کوز دیر، بارکو او ترنول کې دي. پر دې سربېره د دوی مړي هم دلته راوړل کېږي او د ټپیانو درملنه یې د پاکستان په روغتونونو کېږي. "
دا په داسې کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید دوه ورځې مخکې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي وو چې له افغان طالبانو یې هیله ده چې پاکستاني طالبانو ته د پاکستان پر ضد د فعالیتونو اجازه ورنه کړي.
د یادونې ده، دا لومړی ځل دی یو لوړ پوړی پاکستانی چارواکی هلته د طالبانو د شتون په اړه په زغرده خبرې کوي.
د افغانستان حکومت تل پر پاکستان نیوکه کړې چې له طالبانو ملاتړ کوي او هلته یې مرکزونه دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون ویلي وو چې له طالبانو سره د پاکستان ملاتړ به دغه هېواد ته ګران تمام شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP