Pajhwok Afghan News

د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۳۵ کسان پر سزا محکوم شول

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۰): له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې د دوو مېرمنو په ګډون ۳۵ کسان د ۲۴ قضیو په تړاو د نشه یي توکو د قاچاق په تور پر بند محکوم شول.

له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد نن د چنګاښ په اتمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د محکومینو له ډلې د یوې مېرمنې په ګډون اته کسان د ۸ قضیو په تړاو له دوو کلونواو ۶ میاشتې تر ۲۲ کلونو او ۹ میاشتې او ۲۲ورځې پر بند محکوم شول.

د نوموړي په خبره، همدارنګه د یوې مېرمنې په ګډون ۲۷ کسان له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې له لوري د ۱۶ قضیو په تړاو د تنفذي بند پر بېلابېلو سزاګانو محکوم شوي دي.

ده زیاته کړه چې کشفي ارګانونو له یادو محکومینو څخه ټول نشه يي توکي ۲۲،۸۷ کیلوګرامه هیرویین، ۱۱ کیلوګرامه مورفین، ۲۷۵ کیلوګرامه تریاک، ۲۹۰ کیلوګرامه چرس، ۳۴۹۰۰ کیلوګرامه بنګدانه، ۵۶ کیلوګرامه مت امفتامین (شیشه) او ۲۹۸۵ کیلوګرامه ترمادول کشف او ضبط کړي دي.

موحد په ډاګه کړه چې د موظف څارنوال د دعوې د اقامې او له څېړنو وروسته د دغه مرکز د محاکمو له خوا په اړه یې حکم صادر شوی دی.

نوموړي وویل چې د تېرې  یوې اوونۍ په ترڅ کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو او د هېواد ټولو کشفي او امنیتي ارګانونو د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۱۰ کسان د ۷ قضیو په تړاو نیولي او تورن کسان یې له خپلو نسبتي دوسیو سره د قضایي او عدلي تعقیب په موخه له نشه یي توکو سره د مبارزې قضایي او عدلي مرکز ته لېږلي دي.

دغه کسان له څه اندازې نشه یي توکو سره په کابل، ننګرهار، تخار، خوست او بدخشان ولایتونو کې نیولي چې د اړوندو ادارو د ۷۲ ساعتونو لومړنیو څېړنو وروسته تورن کسان له خپلو نسبتي دوسیو سره د لا زیاتو څېړنو په موخه له نشه یي توکو سره د مبارزې قضایي او عدلي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست ته لېږل شوي دي.

Views: 15

Exit mobile version