ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د پارون- کونړ سړک چارې د تړون مطابق ترسره کېږي

والي: د پارون- کونړ سړک چارې د تړون مطابق ترسره کېږي

author avatar
1 Jul 2021 - 13:36
والي: د پارون- کونړ سړک چارې د تړون مطابق ترسره کېږي
author avatar
1 Jul 2021 - 13:36

پارون (پژواک، ١٠ چنګاښ ١٤٠٠): د نورستان والي وايي چې د پارون- کونړ سړک چارې د قرارداد مطابق ترسره کېږي او د قير په پنډوالي او پلنوالي کې به یې هيڅ ډول ستونزه رامنځته نه شي.

دوه ورځې مخکې د نورستان ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوى پژواک ته ويلي وو چې د پارون- کونړ عمومي سړک کارونه د ډيزاين خلاف روان دي.

هغه ويلي وو چې په ډيزاين کې ۹ سانتي متره قير ذکر شوی، خو اوس په پلان کې ده چې ۷ ساتني متره قير واچول شي چې دومره کم قير د نورستان د واورو تاب نه لري او سړک به ژر تخريب شي.

پاينده زوى زياته کړې وه چې د سړک په اوږدو کې ۱۸ ځايه د ژمي په موسم کې د واورې ښویېدنې ګواښونه موجود دي خو وايي، د دغو ګواښونو د مخنيوي لپاره هيڅ تحکيمات په پام کې نه دي نيول شوي.

خو د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د چنګاښ په لسمه پژواک ته وويل چې د دغه سړک ټولې چارې د تړون او ډيزاين مطابق ترسره کېږي.

هغه زياتوي: “په قرارداد کې داسې و چې د سړک پلنوالى دې شپږ متره وي خو نهه سانتي قير دې پرې واچول شي، خو وروسته داسې پرېکړه وشوه چې د سړک پلنوالى دې اووه متره شي او قير دې هم پرې اووه سانتې متره واچول شي.”

والي وايي چې په نورستان کې هر کال شاوخوا نهه مياشتې پرله پسې ورښتونه وي او دغه اووه ساتنې متره قير به ډېر دوام ونه کړي.

ده زياته کړه: “دغه مسئله مو له وزارت سره شريکه کړه، خپله ولسمشر هم پرې خبر دى، وزارت دا ومنله چې د سړک پلنوالى دې اووه متره شي او قير دې هم نهه سانتي پرې واچول شي او څه اضافه پيسې چې د شرکت راځي، هغه به ورکړي.”

د والي په وينا، هڅې روانې دي چې د تړون مطابق د سړک چارې پر خپل وخت پاى ته ورسېږي.

هغه زياتوي: “نورستان کې غرونه ډېر دي، د سړک جوړول لږ سخته کار دى؛ ځکه ټول کټينګ په بمونو کېږي، خو بيا هم موږ کوښښ کوو چې په پاتې درېيو مياشتو کې دغه سړک جوړ شي.”

والي وايي چې د سړک د اړوند شرکت څه پيسې په وزارت پاتې دي، خو وزير ژمنه کړې چې د پاتې پيسو د ورکړې په اړه يې هم ژر اقدام کوي.

د کونړ- پارون سړک چې ۲۲ اعشاريه ۷ کيلومتره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، شاوخوا يو کال او نهه مياشتې مخکې يې د قير کولو کارونه پيل شوي او ټاکل شوې چې په دوو کلونو کې بشپړ شي.

تازه د دغه سړک د پراختيا او غره پرې کولو کارونه ۷۵ سلنه بشپړ شوي، د استنادي دېوالونو چارې تر ۶۰ سلنې رسېدلې، له ۳۶ پولګوټو (پلچکونو) ۲۲ يې جوړ شوي او ټاکل شوې چې تر لوی اختره د ۷ کيلومتره سړک د قير اچولو کارونه يې هم پيل شي.

Visits: 99

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.