ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د امریکا سفارت سرپرست پر سیمه ییزو رسنیو د طالبانو برید اندېښمنوونکی بللی

کابل کې د امریکا سفارت سرپرست پر سیمه ییزو رسنیو د طالبانو برید اندېښمنوونکی بللی

author avatar
2 Jul 2021 - 16:28
کابل کې د امریکا سفارت سرپرست پر سیمه ییزو رسنیو د طالبانو برید اندېښمنوونکی بللی
author avatar
2 Jul 2021 - 16:28

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۰): په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست په ځینو ولسوالیو کې پر سیمه ییزو رسنیو برید اندېښمنوونکی بللی او وايي، طالبان په دې هڅه کې دي چې د رسنیو په چوپ کولو سره خپل تاوتریوالی پټ کړي.

د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن نن جمعه په خپل ټویټر کې یادو موضوعاتو ته اشاره کړې ده.

د جګپوړی امریکايي ډیپلومات په خپلو ځینو ټویټونو کې څرګنده کړې ده چې په ځینو هغو ولسوالیو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې، د هغوی له خوا پر سیمه ییزو رسنیو برید په اړه خپرو شوو راپورونو سخت اندېښمن کړی دی.

نوموړي ویلي، داسې ښکاري د طالبانو ډله په دې هڅه کې ده چې د رسنیو غږ غلی کړي څو په افغانستان کې د هغوی له خوا د عامه تاسیساتو تخریب، چور او د ملکي خلکو وژنې پټ پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې طالبان باید د خبرو مېز ته ور وګرځي.

د امریکا سفیر په سقوط شوو ولسوالیو کې د طالبانو له خوا پر سیمه ییزو رسنیو برید په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښيي چې په وروستۍ یوه میاشت کې په ځینو ولایتونو کې د دې ډلې بریدونه ډېر شوي چې په نتیجه کې یې لسګونه ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.

ځیني داسې راپورونه هم شته چې په ځینو ولسوالیو کې سیمه ییزې رسنۍ توانېدلې خپلو خپرونو ته دوام ورکړي.

دغه راز په بلخ کې سیمه ییزو سرچینو ادعا کړې چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې طالبانو یوه سیمه ییزه راډیو تصرف کړې او په خپله ګټه ترې خپرونې کوي، رسمي سرچینو دغه خبر نه دی تایید کړی او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 112

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.