تالقان (پژواک، ١٤ چنګاښ ١٤٠٠): د تخار امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په فرخار ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د ولسي جرګې يو غړى هم ټپي شوى دى.
د تخار امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په فرخار ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازى عبدالله بېک هم ټپي شوى دى.
ده زياته کړه: ((د جګړې په سيمه کې وکيل صاحب هم حضور درلود، نو ځکه ټپي شوى دى.))
د اسير د معلوماتو له مخې، عبدالله بېک د لاس په برخه کې برسېرن ټپي دى او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.
بل لور ته د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو اوونيو کې وسله والو طالبانو د تخار ټولې ولسوالۍ نيولې، يواځې مرکز يې (د تالقانو ښار) پاتې دى.
Views: 434
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن