سرپل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د سرپل پولیس وایي چې د یاد ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو طالبان بیا وایي چې په دې نښته کې پنځلس دولتي سرتېري وژل شوي دي.
د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند نور اغا فیضي وویل چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د بلخاب ولسوالۍ د دزدان درې په سیمه برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو او پاڅون والو له مقاومت سره مخ شول او پر شا وتمبول شول.
د هغه په خبره چې په دغه برید کې اته طالبان وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په یاده سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ نښتې له امله دوه طالبان او پنځلس امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP