Pajhwok Afghan News

طالبانو په څلورو ولایتونو کې پنځه نورې ولسوالۍ نیولې

هرات ښار/ قلعه نو/ جلال اباد (پژواک، ۱۵چنګاښ ۱۴۰۰): سیمه ییزې سرچینې وايي چې د هرات غوریان او چشت، د بادغیس ابکمري، د ننګرهار حصارک او د بغلان فرینګ ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

د هرات ولایتي شورا غړي غلام حبیب هاشمي پژواک ته وویل: ((مخکې د غوریان قوماندانۍ سقوط کړی و، خو تېره شپه طالبانو بشپړه ولسوالي سقوط کړې او امنیتي ځواکونه له یادې ولسوالۍ وتلي دي.))

نوموړي زیاته کړه چې د هرات د چشت ولسوالۍ له مرکزه هم امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

د هرات ولایتي شورا بل غړي وکیل احمد کرخي هم د غوریان ولسوالۍ سقوط تایید کړی دی.

په ورته وخت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګټورې استفادې او اطلاعاتو پر اساس حکومتي ځواکونو د چشت شریف له ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی دی.

هغه زیاته کړه، د چشت شریف امنیتي، اداري او دفاعي مسوولین به خپلې دندې د ولسوالۍ د مرکز تر بشپړې تصفیې له نوي موقعیت څخه ترسره کوي.

په ورته وخت کې د بادغیس سیمه ییزې سرچینې وايي چې تېره شپه د دغه ولایت ابکمري ولسوالۍ هم له جګړې پرته طالبانو نیولې ده.

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل: ((تېره شپه ۱۱ بجې امنیتي ځواکونه له ابکمري ولسوالۍ وتلي او دغه ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.))

بلخوا د بادغیس والي حسام الدین شمس پژواک ته وویل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غوره انسجام او ښه ځای پر ځای کېدو او دغه راز د ملکي او نظامي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ابکمري ولسوالۍ د لنډمهال لپاره بل ځای ته انتقال شوې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د دې ولسوالۍ سقوط تایید کړی دی.

په ورته وخت کې طالبانو د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي چې د حصارت ولسوالۍ د استخباراتو مرکز او امنیې قوماندانۍ ودانۍ یې له ټولو تجهیزاتو سره یو ځای نیولې دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه یې د حصارک ولسوالۍ مرکز بلې سیمې ته انتقال کړی؛ ځکه طالبانو د خلکو له کورونو د سپر په توګه استفاده کوله.

د یو بل خبر له مخې، طالبانو د بغلان ولایت فرینګ ولسوالۍ هم نیولې ده.

سیمه ییزو سرچینو ویلي چې طالبانو نن شپه د بغلان ولایت فرینګ ولسوالۍ له یوې اونۍ کلابندۍ وروسته نیولې ده.

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، طالبانو له جګړې پرته فرینګ ولسوالۍ نیولې او مولوي سراج له یو شمېر نورو کارکوونکو سره د دې ولسوالۍ غرونو ته تښتېدلی دی.

د بغلان ولایتي شورا غړي مولوي عبدالولي راجي هم د فرینګ ولسوالۍ سقوط تایید کړ.

راجي پژواک ته وویل، دغه ولسوالۍ له جګړې پرته طالبانو نیولې او دی له خپلو څو همکارانو سره پنجشېر ته تللی دی.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد هم د بغلان ولایت د فرینګ ولسوالۍ د نیولو خبر تایید کړی دی.

فرینګ د بغلان اتمه ولسوالۍ ده چې په تېرو ۲۰ ورځو کې یې طالبان نیسي.

له دې مخکې د بغلان بورکه، دهنه غوري، مرکزي بغلان، نهرین، خوست، جلګه او ګذرګاه ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت ویلي چې په چاڼیزو عملیاتو کې یې د فیض اباد ښار څلور ناحیې له طالبانو پاکې کړې دي.

Views: 481

Exit mobile version