ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د سولې هڅو ترڅنګ په جګړو کې ۸۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اوونۍ د سولې هڅو ترڅنګ په جګړو کې ۸۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
10 Jul 2021 - 19:08
تېره اوونۍ د سولې هڅو ترڅنګ په جګړو کې ۸۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
10 Jul 2021 - 19:08

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې روانې وې او قطر هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب پیل کړ، خو ترڅنګ یې جګړې هم زور اخيستی و چې له امله یې ۸۱ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

  • امریکایي چارواکي د افغانستان په اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي.
  • یوناما، برېتانیا، روسیه، هند، ایران، طالبان، افغان حکومت او سیاستوال: د افغانستان ستونزه دې د سولې له لارې حل شي.
  • سرچینه: قطر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب ته مټې بډ وهلې دي.
  • په نورستان، هرات، کابل، لوګر او ننګرهار کې یو شمېر خلکو له حکومته خپل ملاتړ وښود.
  • تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۹ سلنه ډېره وه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۱ ولایتونو (کندهار، بلخ، بغلان، فارياب، خوست، جوزجان، پکتيکا، کاپیسا، کابل، لوګر او تخار) کې په ۱۷ بریدونو کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.

تېره اوونۍ هم د وړمې په څېر وسله والو طالبانو بریدونو ته زور ورکړی و، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ډېرې زورورې وې او ځینې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولوېدې او د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم په دې اوونۍ کې د وړمې اوونۍ په پرتله ډېره وه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په ایران کې د طالبانو د ځینو استازو او یو شمېر افغان سیاستوالو په ناسته کې  دواړو لورو هغه بریدونه چې د عامو خلکو پر کورونو، ښوونځیو جوماتونو او روغتونونو ترسره کېږي او ملکي تلفات رامنځته کوي او هم د عامه تاسیساتو ورانول، په کلکه وغندل او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د امریکایي چارواکو ضد او نقیضې څرګندونې:

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د اګسټ په ۳۱مه پای ته رسېږي او چمتو نه دی چې د جګړې لپاره افغانستان ته د امریکایانو یو بل نسل هم واستوي، خو وایي له افغان ځواکونو سره به مرستو ته دوام ورکړي.

خو د امریکا دفاع وزارت بیا وایي چې د ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته هم دوی له لرې په افغانستان کې د هوایي عملیاتو پلان تر لاس لاندې لري.

دغه راز د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي چې امریکا په کابل کې د دایمي حضور نیت لري، خو د امریکا د پوځ لوی ‌درستیز بیا خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره کېدای شي په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شي او د افغانستان دولت سقوط وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې فکر کوي‌ چې طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسۍ لپاره جګړه په داسې حال کې سخته کړې چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه لري.

د ده په خبره، په افغانستان کې د جګړې د سختېدو تمه یې درلوده، خو په پوځي ډګر کې د طالبانو پرمختګ حیران کړی او تمه لري چې افغان وسله وال ځواک به د خپلو متحدینو په مرسته دغه پرمختک پر شا وتنبوي.

ټول وایي «سوله غواړي» خو جګړه هم په درز کې روانه ده:

په افغانستان کې په داسې حال کې جګړه په درز کې روانه ده چې له مودو راهیسې بېلابېل لوري وایي، سوله غواړي. تېره اوونۍ یوناما، بریتانیا روسیې، هند، ایران، افغان حکومت، طالبانو او افغان سیاستوالو یو ځل بیا وویل چې د افغانستان ستونزه دې د سولې له لارې حل شي.

د برېتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د افغانستان د راتلونکي په تړاو اندېښمن دى، پر سوله ټینګار کوي او وایي، د افغانستان د کشالې د حل لپاره نظامي لار نشته.

د طالبانو ځینو استازو او یو شمېر افغان سیاستوالو تېره اوونۍ په تهران کې پرېکړه وکړه چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ییز حل خوا ته سوق شي.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې له جګړې دایمې سولې ته د انتقال پر میکانیزم، د متفق اسلامي نظام د جوړېدو او نورو مسایلو په اړه به ژر راتلونکې ورته ناسته کې خبرې وشي.

د ایران د بهرنیو د چارو وزیر محمد جواد ظریف د یادې غونډې پر مهال «د بین الافغاني خبرو مېز ته ګرځېدل» په افغانستان کې د سولې د ټینګښت تر ټولو غوره لار وبلله.

د امریکا متحده ایالتونو هم د ایران له خوا د طالبانو او افغان سیاسیونو په ګډون د غونډې د کوربه توب هرکلی کړی، ویلي یې دي چې دغه راز کړنې د افغانستان راتلونکي لپاره رغندې ثابتېدی شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې په قطر کې د دواړو افغان لورو له مرکچي پلاوو سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې او خبرې یې د حل لار وبلله.

تېره اوونۍ د طالبانو یو پلاوی روسيې ته هم تللی و.  د طالب د پلاوي مشر مولوي شهاب الدین دلاور په روسیه کې خبریالانو ته وویل، د دوحې په سند کې داسې څه نه ‌دي راغلي چې ګني طالبان دې پر ښارونو له بریدونو ډډه وکړي، خو دوی (طالبان) پر ښارونو د برید پلان نه ‌لري.

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزارتونو هم د سولې له لارې د افغانستان د کشالې پر حل ټینګار کړی.

ولسمشر غني ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره افغانستان د لېږد له یو ډېر پېچلي پړاوه تېرېږي، خو افغانان یې د ادارې وړتیا لري.‌ هغه وایي، د افغانستان دولت د سولې وړاندیز کړی، خو که څوک دا وړاندیز نه مني، هغه باغي دی.

«قطر منځګړتوب ته مټې را بډ وهلې دي»:

د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی ډاکتر مطلق القحطاني تېره اوونۍ کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر محمد اشرف غني، له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش، د مصالحې عالي شورا مشر داکټر عبدالله ، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او له یو شمېر نورو سیاسیونو سره وکتل او په افغانستان کې د سولې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک ته ویلي چې د القحطاني د سفر موخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ  درېیمګړتوب دی.

له حکومته د ملاتړ غونډې:

تېره اوونۍ په نورستان او هرات کې د طالبانو پر ضد غونډې وشوې.

د جمعیت اسلامي مشهور قوماندان محمد اسماعیل خان په هرات کې یاده غونډه کې وویل، د طالبانو خلاف یې “د ولسي مقاومت” جبهه جوړه کړې او د هرات ښار شاوخوا کې د امنیت تر ټینګښت وروسته، د هرات او نورو ولایتونو د ولسوالیو د امنیتي ګواښونو لرې کولو لپاره کار کوي.

د نورستان ولايت لسګونه ځوانانو او قومي مشرانو د دغه ولايت په واما ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد وسله پورته کړه او ګواښ يې وکړ که وسله وال پر دې ولسوالۍ بريد وکړي، له خپلو امنيتي ځواکونو سره به اوږه په اوږه ودرېږي.

د کابل او لوګر يو شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو له دولتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او په ورته مهال، د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکيو وویل چې که تر دې وروسته هر چا په یاده سيمه کې له وسله والو طالبانو سره همکاري وکړه، کور ته به يې د ولس له خوا اور واچول شي. دوی دغه راز پرېکړه کړې چې له وسله والو سره همکاري کوونکی پنځوس زره افغانۍ جريمه هم شي.

دغه راز تېره ورځ ځينو خوستي ماشومانو له خپلو پلرونو او میندو پیسې راغونډې کړې وې او په هېواد کې د سولې راتلو لپاره یې بېوزلو ماشومانو ته د صدقې په ډول د غرمې ډوډۍ ورکړه.

Visits: 287

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.