ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اقتصادي چارو پوهان: کرونا د خلکو او هېواد اقتصاد ته لوی زیان اړولی دی

11 Jul 2021 - 16:20
11 Jul 2021 - 16:20

کابل (پژواک،۲۰ چنګاښ۱۴۰۰): د احصایي او معلوماتو ادارې د خپرو شوو شمېرو له مخې، د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال د همدې ربعې په پرتله د صادراتو کچه ۱،۷سلنه ټیټه؛ او د وارداتو کچه ۲،۶سلنه لوړه شوې، کارپوهان او چارواکي وایي چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته بېکاري او بېوزلي هم ډېره شوې ده.

کرونا ویروس د نړۍ ډېری هېوادونه زیانمن کړي؛ خو افغانستان چې ډېری د نړیوالې ټولنې پر مرستو متکي دی، تېر کال د دغه ویروس له خپرېدو او قرنطین او سږ کال د ځینو محدودیتونو له اعلان وروسته ډېر زیانمن شو، بېکاري ډېره شوه، صادراتو او وارداتو ته هم زیان ورسېد.

اقتصادي کاروپوهان او ځینې چارواکي هم وایي چې کرونا ویروس د خلکو او هېواد اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی.

د احصایې او معلوماتو ادارې د وړاندې شوو شمېرو له مخې، دغه مهال د هېواد ۴۷،۳سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، ۳۶سلنه خلک غذایي خوندیتوب نه لري او له دوو میلیونو ډېر کسان بېکاره دي.

په څه باندې دوو وروستیو کلونو کې د افغانستان صادرات کم شوي:

د سوداګرۍ کلنۍ احصایې له مخې، چې د احصایې او معلوماتو ادارې له خوا خپره شوې، د ۱۳۹۸ کال په پرتله په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه له لس سنلې ډېره او د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال د همدې ربعې په پرتله ۱،۷سلنه راټیټه شوې ده.

د سوداګرۍ په کلنۍ احصایې کې چې د مرکزي احصایې ادارې له لوري خپره شوې؛ په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه شاوخوا ۷۷۶،۷ میلیونه ډالر وه، چې په ۱۳۹۸ کال کې دغه شمېر شاوخوا ۸۶۳،۸ میلیونو ډالرو ته رسېدلی و.

سرچینې لیکلي چې د یادو دوو کلونو د شمېرو پرتله ښیي چې د ۱۳۹۸ کال په پرتله په ۱۳۹۹ کال کې د صادراتو کچه له لس سلنې ډېره راټيټه شوې ده.

دغه راز د سوداګرۍ کلنۍ احصایې لیک له مخې، د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ ربعه کې د رسمي ثبت شوو توکو صادرات شاوخوا ۲۰۰،۲ میلیونه ډالر وو؛ خو د ۱۳۹۹ کال په لومړۍ ربعه کې شاوخوا ۲۰۳،۶ میلیونو ډالرو ته رسېدلي وو.

مرکزي احصایې ویلي چې د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د صادراتو کچه، د تېر کال هغې په پرتله ، ۱،۷ سلنه ټیټوالی ښيي.

د یادونې ده چې په صادراتو کې قاچاق او د توکو دویم ځلي صادرېدل نه دي شامل.

د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې واردات د تېر کال د ورته ربعې په پرتله ۲،۶ ډېر شوي دي.

د احصایي او معلومات اداره لیکي چې په ۱۳۹۹ کال کې د رسمي ثبت شوو توکو محصولي واردات، شاوخوا ۶۵۳۷،۶ ډالر وو؛ خو په ۱۳۹۸ کال کې دغه شمېر ۶۷۷۶،۸ میلیونو ډالرو ته رسېدلی و چې د ۱۳۹۸ کال په پرتله په ۱۳۹۹ کال کې د وارداتو کچه ۳،۵ سلنه لوړه شوې ده.

د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ ربعه کې د رسمي ثبت شوو توکو محصولي واردات، ۱۵۷۰،۲ میلیونو ډالرو ته رسېدلي؛ خو د ۱۳۹۹ کال په لومړۍ ربعه کې ۱۵۳۰،۰ میلیونو ډالرو ته رسېده.

سرچینه لیکي چې د ۱۳۹۹ کال د لومړۍ ربعې په پرتله د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ ربعه کې د وارداتو کچه ۲،۶ سلنه ټیټه شوې ده.

په احصایيوي کلنۍ کې راغلي چې په صادراتو کې قاچاق او د توکو دویم ځلي صادرېدل نه دي شامل.

د اقتصادي چارو پوهان: کرونا دولت او خلکو ته لویه اقتصادي ضربه رسولې ده.

د کاردان خصوصي پوهنتون استاد او اقتصادي شنونکي قیس محمدي پژواک ته وویل چې د کرونا اغېز نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ کې د هرې کورنۍ په کچه احساس شوی او ځينې کسان د لنډ مهال لپاره، یو شمېر نور په اوږدمهالې توګه له دندو ګوښه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د کرونا په لومړۍ څپه کې ځینو ادارو، سازمانونو او شرکتونو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې توان نه درلود، نو له همدې امله یې خپل ډېری کارکوونکي له دندو ګوښه کړل، دغه کار بېوزلو او د ټولنې ټيټو طبیقو کسانو ته ډېر لویه ضربه ورکړه.

پر دې سربېره هغه وویل، اوس هم ځينې له اقتصادي بحران سره مخ دي او کارکوونکي یې بېکاره دي.

نوموړې د هېواد ډېری خلکو ته په اشارې چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي وویل، پخوا ښايي د دولت مرستو د خلکو درد دوا کړی وي، خو له هغه سره سره هم کرونا د خلکو اقتصاد ته ډېر زیان رسولی او اوس هم خلک په بد اقتصادي وضعیت کې دي.

محمدي زیاته کړه چې د صنایعو، لوړو زده کړو خدمتونو، روغتیا، انټرنټ، هوټل دارۍ، پارکونو او نورو په څېر متشبثین هم زیانمن او د یادو بنسټونو ډېر کارکوونکي بېکاره دي او اقتصادي زیان یې لیدلی دی.

د اقتصادي چارو دغه پوه د بېکارۍ ډېرېدو او مالیاتو کمېدو ته په اشاره وویل، له همدې امله حکومت اوس د ۱۴۰۰ کال د لګښتونو لپاره کافي پیسې نه لري.

د یادونې ده چې افغان دولت په دې وروستیو کې د بودیجې کسر له امله سږ کال د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه ۱۷،۴ میلیارد افغانۍ پور اخیستی دی. له دې مخکې یې له نړیوالو هېوادونو او بنسټونو څخه ۱،۸ میلیارد ډالره پور اخیستی و.

محمدي روښانه کړه: “په ټوله کې داخلي تولیدات کم شوي، فقر او بېکاري ډېره شوې او د هېواد اقتصادي وضعیت له نه چندان ښه څخه تر ټولو بد وضعیت ته راغلی چې کولای شو اقتصادي رکود یې وبولو.”

هغه په دې شرایطو کې د حکومت دنده بېوزلو ته اعاشه او اباطه، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د حداقل معاشونو رسول او خلکو ته د خوړو رسول وبلل او ویې ویل، که پر حقیقت سترګې پټې نه شي حکومت د کرونا د لومړۍ څپې پر مهال له خلکو سره مرسته کړې، خو فاسدو زورواکو د خلکو پر ستوني پښه کېښوده او د دولت مرستې یې حیف و میل کړې.

د اقتصادي چارو دغه شنونکي زیاته کړه چې ښاروالي د قرنطین او مرستو د وېش پر مهال په ډاګه کړه چې څومره بې کفایته ده. دغه راز نوموړي وویل چې د عامې روغتیا وزارت هم بودیجه بېځایه مصرف کړه.

نوموړي وویل، هغه کسان چې په حکومت کې کار کوي ډېر ظالم وو، د خلکو ډوډۍ یې غلا کړه، باید د ډوډۍ د وېش پر ځای نغدې پیسې ورکړل شوې وای او یا یې د کار زمینه برابره کړې وای.

د هغه په خبره، په داسې شرایطو کې باید مالیې معاف شي او د کار و بار ملاتړ وشي، خو له بده مرغه داسې ونه شول.

هغه روښانه کړه چې په داسې شرایطو کې باید لوی سوداګر مکلف شي چې له کوچنیو شرکتونو سره مرسته وکړي، لکه په امریکا کې چې دغه کار وشو.

نوموړي د دې په روښانولو چې حکومت د پالیسیو په تطبیق کې ناکاره ثابت شو، کرونا د حکومت له فساده پرده پورته کړه، یعنې حکومتي چارواکو پر خلکو رحم ونه کړ، رسنیز ثبوتونه موجود دي، خو تر اوسه تعقیب یا ورته رسېدنه نه ده شوې.

محمد وویل، نه یې له کوچنیو شرکتونو سره مرسته وکړه، نه یې مالیې معاف کړې او نه یې د برېښنا پیسې، اقتصادي دوران یې فعال ونه ساته، په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې دغه کار وشو او ان خلکو خپلې پیسې له یو بل سره ووېشلې.

خو پر دې سربېره د کرونا لومړۍ څپې پر مهال د بېوزلو او بې سرپرستو خلکو مرستې نېک کار و او دغه اقدام د ستاینې وړ دی، باید له بېوزلو، کوچنیو او منځنیو سوداګریو سره مرسته شوې وای.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي او د خونو د فدراسیون د پانګونې او سوداګرۍ مرستیال خان جان الکوزي پژواک ته وویل، کرونا په نړۍ او افغانستان کې جدي ځاني زیان، په تولیدي، سوداګریزو، اقتصادي او نورو برخو کې زیان رسوونکي اثرات درلودل.

هغه د دې په روښانولو چې افغانستان جګړه ځپلی، بېوزله، وارداتي، په وچه کې پروت او نړیوالو مرستیو ته اړ هېواد دی زیاته کړه، له همدې امله د نورو هېوادونو په پرته د کرونا منفي اغېز زموږ پر خلکو او هېواد ډېر و.

نوموړي وویل، د کرونا ویروس په خپرېدو فایریکې وتړل شوې، صادرات کم او واردات ډېر شول، افغانستان ته له دې برخې میلیونونه ډالر زیان ورسېده.

الکوزي د دې په روښانولو چې اوس هم د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد او خلکو اقتصاد خراب شوی او خرابېږي وویل، د کرونا ترڅنګ په ولایتونو کې جګړې، د طالبانو له خوا د بندرونو نیول او د برېښنا پایو تخریب هغه ستونزې دي چې دولت او خلکو ته یې اقتصادي زیان رسولی دی.

 هغه هېوادوال چې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو وروسته بېکاره شوي دي:

د کابل ښار د خیرخانې سیمې د درېیمې حصې اوسېدونکې او د خصوصي ښوونځي ښوونکې نیلوفر وویل: “د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته ټول خلک ډېر زیانمن شول او زما د کورنۍ په ګډون چې زه د خصوصي ښوونځي ښوونکې یم، کله چې قرنطین اعلانېږي زموږ معاشونه نه راکول کېږي، تېر کال او سږ کال موږ سخت زیانمن شوو.”

په ورته وخت کې د کابل وزیراباد د چهار کلا اوسېدونکي حامد چې په نادولتي موسسه کې یې د ساتونکي دنده ترسره کوله، پژواک ته وویل: “په هېواد کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته زموږ موسسې فعالیت بند کړ او کله چې قرنطین خلاص شو نیمايي کارکوونکي مو بېرته جذب شول او نیمايي نورو ته یې ځواب ورکړ، بېکاره یم او اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی.”

هغه چې د څلور کسیزې کورنۍ یوازینۍ د ګټې کس دی او په کرايي کور کې ژوند کوي وویل: “کرونا زموږ ژوند خراب کړ، کرونا د ډېرو اقتصاد صفر ته ورساوه.)”

چارواکو هم ټينګار کړی چې د کرونا ویروس خپرېدو د خلکو او هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی.

د اقتصاد وزارت ویاندې نوریې نزهت وویل، په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو په دوو مقایسو، کوچني او لوی منفي اغېز کړی دی.

هغې زیاته کړه چې په کوچني مقیاس کې یې کورنۍ، کسان، تصدۍ او شرکتونه او په لوی مقیاس کې یې د دولت عایدات، سوداګري او سوداګریز بیلانس له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړې زیاته کړه: “د افغانستان په کچه یو شمېر کورنۍ لرو چې د کرونا ناروغۍ د وقایې، تشخیص او درملنې لګښت ورته ستونزمن دی او د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای د ویروس د مخنیوي لپاره له مخکې اقدامات وکړي.”

سربېره پر دې نزهت وویل، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له مخکې اقدامات (رخصتۍ، قرنطین، د کار بندول او عادي فعالیتونه) د کسانو او کورنۍ عایدات اغېزمنوي او پر تولیدي شرکتونو او تصدیو هم اغېز کوي.

د نوموړې په خبره، د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د شرکتونو په کچه کاري ساعتونه کم شول او د محصولاتو اندازه هم تغییر شوه. دغه راز د افغانستان په کچه او نړیوالو بازارونو کې د خامو توکو تولید هم اغېزمن شو.

هغې روښانه کړه چې د یادو مواردو ترڅنګ د افغان دولت عایدات (مالیه، ټکټانه، تعرفه، کرایه، د خدمتونو فیس او نور) تر اغېز لاندې راولي.

د اقتصاد وزارت ویاندې وویل، افغان حکومت د کرونا ویروس پر مهال د رامنځته شوو زیانونو د مخنیوي لپاره ملاتړې بستې (د وچې ډوډۍ وېش او ملي دسترخوان) جوړې کړې.

هغه زیاته کړه چې د یادو بستو وېش خوراکي توکو ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې مرسته کړې او افغان حکومت د خصوصي سکټور ملاتړ هم کړی دی.

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وویل، د صادراتو او وارداتو د کره اندازې اړوند معلومات د احصايي له ملي ادارې سره شریکوي، خو د اوسپنې د دوو پټلیو ( خواف ــ هرات او اقینه ــ اندخوی) په فعالېدو او ځینو تدابیرو سره د افغانستان د صادراتو اندازه نسبتا ښه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې شاوخوا ۶۰ سکټوره په هېواد کې تازه د ځان بساینې او نیمه ځان بساینې حالت ته رسېدلي او له همدې امله اوس مهال د هغو توکو د وارداتو ۱۰۰ سلنه مخه نیول شوې چې هېواد کې تولیدېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي پژواک ته وویل، اوس مهال تر دوه میلیون ډېر پر شرایطو برابر کسان کار نه لري.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې د کرونا واکسین تر خپرېدو وروسته د بې روزګارانو شمېر ډېر شوی، ځکه تېر کال د قرنطین پر مهال ځينو موسسو، ښوونځیو، د لوړو زده کړو موسسو او هوټلونو خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړل او روان کال کې هم یو شمېر بېکاره شول.

د احمدي په خبره، په نړۍ کې د کرونا واکسین په خپرېدو په یو ځلي توګه د هېواد ټول هوايي، ځمکني او قطار مرزونه وتړل شول، خو سږ کال افغانستان او نورو هېوادونو ښه تدابیر نیولي او له همدې امله سوداګریزې لارې خلاصې دي، واردات او صادرات په عملي توګه روان دي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Hits: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.