کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو د قطر او د سیمې نورو هېوادونو په سفر را روان شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد د خپل سفر په لومړي پړاو کې پرون د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.
سرچینې زیاته کړې چې هغه به د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر تعقیب کړي.
خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د خبرو پر اساس جوړجاړی د حل یواځېنۍ لاره ده.
نوموړي زیاته کړې: «زه دوحې او سیمې ته را وخوځېدم چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د تعقیب لپاره خپله مصممه ډيپلوماسي روانه وساتو؛ هماغه ډول چې ولسمشر جو بایډن په خپلو خبرو کې واضح کړه چې د مذاکراتو جوړجاړی د حل یوازېنۍ لار ده.»
د هغه په وینا، په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسېږي، خو له افغانستان سره د امریکا ژمنه نه ختمېږي.
خلیلزاد ویلي چې د افغانستان د ټولو ډلو، سیمه ییزو او نړیوالو ونډه والو سره کډ کار کوي چې د جګړې ختمولو لپاره یوه لار پیدا شي، داسې لار چې د افغانستان امنیت، اتحاد، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړټیا تامین او د افغانانو کړاو ختم کړي.
نوموړی په داسې حال کې قطر ته تللی چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، خو ډیپلوماسي هم زیاته شوې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر القحطاني تېره اوونۍ کابل ته په درې ورځني سفر راغلی و او دلته یې له لیدنو کتنو وروسته پاکستان ته ولاړ او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.
دغه راز د طالبانو پلاوی هم ایران او مسکو ته ولاړل او د دغو هېوادونو له استازو سره یې د سولې پر پروسې او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP