ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د هند د قونسلګرۍ تړل کېدو خبر ناسم دی

په کندهار کې د هند د قونسلګرۍ تړل کېدو خبر ناسم دی

author avatar
11 Jul 2021 - 16:50
په کندهار کې د هند د قونسلګرۍ تړل کېدو خبر ناسم دی
author avatar
11 Jul 2021 - 16:50

کندهار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰) : یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې په کندهار کې د هندوستان قونسلګري تړل شوې، خو د هند د کورنیو چارو وزارت وایي چې قونسلګري نه ده تړل شوې، یواځې د امنیتي ملحوظاتو له امله دیپلوماټان ایستل شوي، خو سیمه ییز کارکوونکي يې فعالیت کوي.

ادعا: ګڼ شمېر هندي رسنیو خبر ورکړی و چې هندوستان په کندهار ښار کې د جګړو له امله له دغه ولایت څخه خپل ټول دیپلوماټان ایستلي دي او قونسلګري یې تړلې ده.

حقیقت موندنه:

د کندهار ولایت د څو ولسوالیو تر سقوط وروسته وسله وال طالبان د کندهار ښار اوومې امنیتي حوزې ته راغلل او له تېرو څو ورځو راهیسې هلته جګړه روانه ده چې له امله یې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمد د چنګاښ په ۲۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې په اوومه حوزه کې ترجګړو وروسته د هندي قونسلګرۍ مسوولینو له والي سره ولیدل او له هغه سره یې خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړې.

هغه زیاته کړه چې والي دوی ته د بشپړ امنیتي خوندیتوب ډاډ ورکړ، قونسلګري نه ده تړل شوې او سر له نن څخه به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د افغانستان امنیتي حالات له نږدې څخه څاري، ځکه د کارکوونکو او دیپلوماټانو امنیت ورته لومړیتوب لري.

سرچینې زیاته کړې: “په کندهار کې زموږ قونسلګري نه ده تړل شوې، خو په ښار کې د جګړو له امله هندي دیپلوماټان او کارکوونکي د لنډمهاله لپاره خپلو کورونو ته لېږدول شوی دي.”

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د حالاتو تر سمېدو پورې دا لنډ مهاله اقدامات دي، د کندهار قونسلګرۍ کې کارونه د سیمه ییزو کارکوونکو له خوا پرمخ وړل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار خلکو ته د وېزې ورکولو پروسه په کابل کې د سفارت له خوا پرمخ وړل کېږي.

بلخوا هندي رسنیو خبر ورکړی چې په یوه ځانګړې الوتکه کې د کندهار له قونسلګرۍ څخه ۵۰ هندي کارکوونکي او دیپلوماټان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځایی چارواکو د معلوماتو له مخې، په ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې قونسلګرۍ لا فعالیت ته ادامه ورکوي.

پایله: د هندي رسنیو د خبر هغه برخه ناسمه ده، چې ګوندې په کندهار کې د هندوستان قونسلګرۍ تړل شوې ده، خو له دغه ولایت څخه د هندي دیپلوماټانو د ایستلو خبر یې سم دی.

حکم:  په کندهار کې د هند د قونسلګرۍ تړل کېدو خبر ناسم دی، خو دیپلوماټان یې ایستل شوي دي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.