ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر طالبانو د برید د مخنیوي په اړه اسماعیل خان ته د محب خبراداری بې اساسه دی

پر طالبانو د برید د مخنیوي په اړه اسماعیل خان ته د محب خبراداری بې اساسه دی

author avatar
12 Jul 2021 - 08:46
پر طالبانو د برید د مخنیوي په اړه اسماعیل خان ته د محب خبراداری بې اساسه دی
author avatar
12 Jul 2021 - 08:46

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰): هغه اوازه ناسمه ده چې ګواکې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په هرات کې له جهادي شخصیت محمد اسماعیل خان څخه غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې ونه درېږي.

ادعا:

طالبانو په دې وروستیو کې د هرات ولسوالۍ ونیولې او له دوو ورځو راهیسې د هرات ښار په ځینو برخو کې هم د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د یوه راپور له مخې، د اسلامي جمعیت ګوند غړي او مشهور جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان د چنګاښ په ۱۸مه په هرات کې خپلو پلویانو ته وویل: “تر نن ماښام پورې به په سوېل لوېدیځه حوزه کې د خلکو د مقاومت غورځنګ ځواکونه د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د جګړې لومړۍ لیکې ته ستانه شي، او امنیتي وضعیت به هم ښه شي. له امنیتي ځواکونو غواړم چې مقاومت ته دوام ورکړي، د سوېل لوېدیځې حوزې د مقاومت غورځنګ ځواکونه د دوی تر څنګ ولاړ دي.”

له هغه وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې یو متن خپور شوی چې ګواکې اسماعیل خان د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني ته ویلي چې د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هغه ته خبرداری ورکړی و چې پر وسله والو برید ونه کړي.

په دغه متن کې چې سرچینه یې «ق امیري» یاده شوې راغلي: “دا چې د حکومت او طالبانو ترمنځ په تړون کې موافقه شوې چې د افغانستان ۷۰سلنه جغرافیه طالبانو ته وسپارو څو دغه وینه تویونه او خونړۍ څلوېښت کلنه کورنۍ جګړه پای ومومي… هوکړه شوې چې که طالبان له ولسوالیو پر لویو ښارونو او مرکزونو برید وکړي، حکومت دنده لري چې دوی سخت وځپي … حکومت باید د ګوندونو د لاس وهنې مخه ونیسي څو د طالبانو پر وړاندې راپورته نه شي. د هېڅ ډلې او ګوند مشران حق نه لري چې د ولسوالیو د تسلیمېدو پرمهال لاس وهنه وکړي.”

په یاد متن کې د اسماعیل خان په حواله راغلي: “ما لومړی حمدالله محب ته وویل، تاسو ناسم کار کړی چې تاسو د مشرانو او ټولو سیاسي ګوندونو او خلکو له سلا مشورې پرته د پاکستان او طالبانو سره داسې لوبه یا تړون لاسلیک کړی. که خلک د طالبانو پر وړاندې راپورته شي او ستاسو د پروګرامونو پلانونه ګډوډ شي، پوهیږئ چې کوم ناورین به رامنځته کېږي؛ په دویم قدم کې، زه به طالبانو ته اجازه ورنه کړم چې د هرات ولایت جغرافیه ناامنه کړي او یا یې ونیسي، او نه به حکومت ته اجازه ورکړم چې زموږ د خلکو پر وړاندې دا ډول شرمونکې لوبې وکړي. که حکومت زما په کار کې نوره لاس وهنه وکړي، زه به هرات ولایت یوه بې طرفه سیمه اعلان کړم او امنیت به یې د سولې تر معلومېدو د هرات مجاهدینو ته وسپارم. وروسته که حکومت او طالبان د سولې موافقې ته ورسېدل، موږ به هم ښه راغلاست او لبیک ورته ووایو.”

حقیقت موندنه:

د سوېل لوېدیځې حوزې د غورځنګ ویاند او اسماعیل خان ته نږدې کس عبدالرزاق احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسماعیل خان او حمدالله محب او همدارنګه د اسماعیل خان او صلاح الدین رباني تر منځ هېڅ ډول خبرې نه دي شوې او په ټولنیزو رسنیو کې یاد خپور شوی متن، بې بنسټه دی.

د هېواد د واحد دفاعي او امنیتي سکټور ویاند اجمل عمر شینواري هم وویل چې اسماعیل خان ته د محب د خبرداري په اړه خپور شوی متن ناسم او له حقیقت څخه نه لري.

پایله: په یوه متن کې چې د اسماعیل خان له قوله په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی راغلي چې ګواکې حمدالله محب له اسماعیل خان څخه غوښتنه کړې چې پر طالبانو برید ونه کړي؛ خو اسماعیل خان ته نږدې سرچینې او د هېواد امنیتي سکټور دغه لیک بې اساسه او له حقیقت څخه لرې بولي.

پرېکړه: په ټولنیزو رسنیو کې هغه خپور شوی متن ناسم دی چې ګواکې محب له طالبانو سره د اسماعیل خان د پلویانو د جګړې مخه نیولې ده.

Visits: 943

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.