کندهار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې بریدونه کړي او ځینې سیمې یې نیولې دي.
د دغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې جګړه روانه وه.
د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه وسله والو یو ځل بیا پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل او تر لږ جګړې وروسته یې یو شمېر سیمې نیولې دي.
د سپین بولدک د بازار یوه اوسېدونکي عبدالصمد د چنګاښ په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې له دروازې د سپین بولدک بازار تر ښایسته پټرول پمپ پورې ساحه نیولې ده.
هغه زیاته کړه: ((تېره شپه د سپکو او درنو وسلو ډزو غږونه وو، خو ډېره جګړه نه ده شوې، سهار وختي چې له کوره راووتلو نو پر سړکونو طالبان ګرځېدل او خپل سپین بیرغونه یې پورته کړي وو.))
د ده په خبره، د سپین بولدک- چمن پر دروازه هم طالبانو د افغانستان ملي بیرغ لرې کړی او پر ځای یې خپل بیرغ لګولی دی.
دی وايي، تېره شپه د تادین خان پر کور او یو شمېر نورو امنیتي پوستو هم جګړه شوې ده او اوسمهال د سپين بولدک ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه سیمو او بازار کې جګړه روانه ده.
که څه هم چارواکي په دې اړه معلومات نه ورکوي، خو په خپرو شوو عکسونو او ویډیوګانو کې طالبان د سپین بولدک- چمن له دروازې سره لیدل کېږي.
د سپين بولدک ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي علاءالدین پژواک اژانس ته وویل چې د سپين بولدک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د خال خال ډزو غږونه اورېدل کېږي.
دی وايي، د تېر په پرتله نن دلته حالات بدل دي، د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه تر سترګو کېږي، دوکانونه او یو شمېر تجارتي سرایونه تړلي دي.
د ده په خبره، خلک اندېښمن دي او نه پوهېږي چې څه روان دي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د وېش په نوم سوداګریز ښارګوټی او ګمرک یې نیولي دي.
د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکو او سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې امنیت به یې خوندي وي.
هغه زیاته کړه، له پاکستاني اړخ سره له توافق وروسته به پر دې لویه لاره تګ راتګ او سوداګریزه راکړه ورکړه بیا پیل شي.
د یادونې ده چې له سپین بولدک ور هاو خوا په یو شمېر نورو ولسوالیو او د کندهار ښار په ځینو برخو کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.
بلخوا د فراه د ولایتي شورا مرستیال حاجي خیرمحمد نورزی وایي چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ هم تېره ورځ طالبانو ونیوله.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د پرچمن امنیه قوماندان محمد ابراهیم دغه ولسوالۍ له مقاومت پرته طالبانو ته سپارلې ده.
د نوموړي په وینا، په دغې ولسوالۍ کې تر ۲۰۰ ډېر دولتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال له خپلو ټولو سپکو او درنو وسلو سره له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د پرچمن د مرکز اوسېدونکي فریداحمد هم وویل چې طالبانو دغه ولسوالي له جګړې پرته نیولې ده.
طالبان هم وایي چې دغه ولسوالي یې نیولې ده.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د فراه له چارواکو سره خبرې وکړي، خو ځواب نه ورکوي.
د فراه نورې لس ولسوالۍ مخکې د طالبانو لاسته لوېدلي او دا مهال یواځې د فراه مرکز د دولت په کنټرول کې دی.
له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو شاوخوا ۱۵۰ ولسوالۍ نیولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP