Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین یوځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه توب وړاندیز وکړ

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰) : د چین د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه توب وړاندیز وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، دغه څرګندونې پرون د تاجکستان په پلازمېنې دوشبنې ښار کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وانګ یي په ډاګه کړې چې هېواد یې د بین الافغاني مذاکراتو ته کوربه توب ته چمتو دی.

هغه زیاته کړې، چین به هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او نه غواړي په سیمه کې تر نورو ځان لوړ وښیي.

ده ویلي : " چین به د افغانستان خپلواکۍ او ځمکني حاکمیت ته درناوی ولري. "

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز حنیف اتمر ته ډاډ ورکړی چې له کرونا سره د مبارزې لپاره به له افغانستان سره د واکسین ترڅنګ نورو مرستو ته هم ادامه ورکړي.

د وانګ یي په وینا چې دوی به په افغانستان کې د چینایي وګړو او ادارو امنیت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حنیف اتمر په دغې لیدنه کې د افغانستان او سیمې د وروستیو امنیتي حالاتو، د سولې پروسې او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.