کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د بغلان والي وايي چې له لاسه وتلې ولسوالۍ به ډېر ژر د دولت تر کنټرول لانډې راشي او د لغمان والي بیا په دغه ولايت کې د امنيتي کمربند خبر ورکوي.
د بغلان والي وایي چې د دغه ولایت له څوارلسو ولسوالیو یوازې پنځه د حکومت تر کنترول لاندې دي.
د بغلان والي اکبر بارکزي دغه څرکندونې د چنګاښ په ۲۵مه کابل کې د رسنیو په مرکز کې د يوه ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د تېرو څو اوونیو په پرتله په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
دی وایي چې د دغه ولایت له څوارلسو ولسوالیو يوازې پنځه د حکومت په لاس کې دي او پاتې نورې به هم ډېر ژر حکومت تر خپل کنټرول لاندې راولي.
بارکزي وویل چې په مرکزي بغلان کې خلک په عادي حالت کې ژوند کوي او د ملکي خدمتونو اداري هم په عادي حالت کې خپل کارونه مخې ته وړي.
د نوموړي په وینا، کومې سیمې چې طالبانو نیولې، په هغو ځایونو کې طالبانو عامه تاسیساتو ته دېر زیانونه اړولي دي.
دغه راز ورته مهال د لغمان والي عبدالولي واحدزي د ویډیو کنفرانس له لارې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل چې د لغمان مرکز لپاره امنیتي کمربند جوړ شوی.
نوموړی وایي، که طالبان سوله ونه کړي، امنیتي ځواکونه به یې د جنګ له لارې د واک ته رسېدو مخه ونیسي.
واحدزي زیاته کړه، کومې سیمې چې مخالفینو نیولې، ډېر ژر به بېرته ونیول شي.
ده وویل چې په دغه ولایت کې د جګړو له امله ډېرې کورنۍ مرکز ته راغلې او له ۹۰۰ کورنیو سره تر اوسه مرستې شوې دي.
د لغمان والي زیاته کړه چې په دغه ولایت کې ۷۴ بېلابېلې پروژې د ۳،۷ میليونه افغانیو په ارزښت تر کار لاندې دي او ۱۲ نورې پروژې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یادونې ده، په وروستیو کې په ولایتونو کې وسله والو طالبانو جګړو ته زور ورکړی او له ډېرې ولسوالۍ یې د خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP