کابل ( پژواک ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی په اسلام آباد کې افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماټان کابل ته راوغوښتل شول.
ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پاکستان کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفیر د لور د اختطاف په دوام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرۍ له لوري، په پاکستان کې افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماټان د هغوی د بشپړ امنیت خوندیتوب، د تهدیدونو تر رفع کیدلو، د اختطافچیانو تر نیول کیدلو او محاکمه کیدلو پورې کابل ته راوغوښتل.
سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې یو پلاوی د وروستۍ قضیې او پدې پوري د اړوندو مسائلو د څیړلو او تعقیب په موخه پاکستان ته سفر وکړي چې د پلاوي د موندنو په رڼا کې به د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه وشي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن