ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ناروغۍ له تېرولو او د واکسین له کولو وروسته د دایمي معافیت خبر ناسم دی

د کرونا ناروغۍ له تېرولو او د واکسین له کولو وروسته د دایمي معافیت خبر ناسم دی

author avatar
18 Jul 2021 - 13:33
د کرونا ناروغۍ له تېرولو او د واکسین له کولو وروسته د دایمي معافیت خبر ناسم دی
author avatar
18 Jul 2021 - 13:33

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ۱۴۰۰): طبي پوهان او د عامې روغتیا وزارت په دې اړه خپاره شوي راپورونه چې ګواکې «پر کرونا اخته کېدل او یو دوز واکسین تزریق» د عمر تر پایه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي، ردوي او وايي چې دغه خبرې علمي اساس نه لري او تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان نه دي تایید کړې.

اوازې:

په هالنډ هېواد کې د عمومي داخلې او بډوډو ناروغیو متخصص ډاکتر اسد ژرفبین حبیبي په یوه تصویري کلېپ کې ویلي چې په امریکا کې تازه څېړنې ښيي چې پر کرونا اخته کېدل او یو دوز واکسین تزریق ښايي د عمر تر پایه پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، هغه کسان چې یو ځل پر کرونا اخته شوي وي او یو دوز واکسین ورته تزریق شي، امکان لري د ډېرو کلونو او ان ټول عمر لپاره د کرونا پر وړاندې «انتي باډي» جوړه کړي او ښايي هیڅکله پر کرونا اخته نه شي.

نوموړي زیاته کړې، دغه چاره په هغو کسانو چې پر کرونا نه دي اخته شوي، خو دوه ځلې ورته د کرونا واکسین تطبیق شوی، سل په سلو کې صدق نه کوي.

ډاکتر حبیبي د کرونا وروستیو عواقبو ته په اشاره زیاته کړه چې د وینې سره او سپین کرویات پر کرونا د اخته کېدو له امله تغییر کوي چې ان د وینې د لخته کېدو او مرګ لامل کېږي.

د ایران «ایرنا» خبري اژانس هم د «د عمر تر پایه په بدن کې د کرونا انټي باډي پاتې کېدو احتمال» په نوم راپور خپور کړی دی.

دغه اژانس د ډیلي میل ورځپاڼې په حواله لیکلي، د یوې مطالعې پایلې چې تازه خپره شوې ښيي، هغه کسان چې په خفیف صورت یا د ناروغۍ له نښو پرته پر کرونا اخته کېږي، په بدن کې یې شته انټي باډي کولای شي تر یو کال، ان د عمر تر پایه له کرونا ناروغۍ وساتي.

حقیقت موندنه:

د هېواد د عامې روغتیا وزارت پخواني سلاکار ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وویل، د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو او د واکسین له تطبیق وروسته د دایمي معافیت اړوند څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړه، د کرونا واکسین تطبیق د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې پیل شوی، خو له هغه مهال راهیسې تر اوسه د واکسین له تزریق یا پر کرونا له اخته کېدو وروسته د دایمي معافیت اړوند وړاندوینه نه ده شوې او یادې خبرې علمي اساس نه لري.

نوموړي په دې اړه څرګندونې چې ښايي پر کرونا ناروغۍ له اخته کېدو یا د یو دوز واکسین له تطبیق وروسته د کرونا پر وړاندې دایمي معافیت حاصل شي، د خلکو شخصي نظر وباله او ویې ویل: “پر کرونا د هغو کسانو د اخته کېدو شاهد هم یم چې واکسین ورته تطبیق شوی و یا پر دې ناروغۍ مخکې هم اخته وو.”

هغه روښانه کړه چې اوس مهال پر کرونا له اخته کېدو یا د واکسین له تزریق وروسته د دایمي معافیت اړوند ستندرد مدارک او شواهد نشته، بلکې یاده موضوع د روغتیا نړیوال سازمان، په امریکا کې د ساري ناروغیو مرکز یا نورو معتبرو نړیوالو بنسټونو هم نه ده تایید کړې.

په ورته وخت کې د افغان- جاپان روغتون د جدي مراقبتونو یا (ICU) څانګې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي دغه راپور رد کړ او پژواک ته یې وویل، یو شمېر داسې ناروغان یې لرل چې د کرونا ناروغۍ په درېیو څپو کې یې ټسټ مثبت و او ان واکسین یې هم کړی و.

هغه د کرونا په درېیو څپو کې پر دې ناروغۍ د کسانو د اخته کېدو لامل د کرونا نوعې تغییر وباله او ویې ویل، ښايي یاد شمېر کسان د کرونا په لومړۍ، دویمه او درېیمه نوعه اخته شوي وي.

نوموړي زیاته کړه، دا خپله په ډاګه کوي چې پر کرونا له اخته کېدو یا د واکسین له تطبیق وروسته ترلاسه شوی معافیت دوامدار او د کرونا د ټولو نوعو لپاره ګټور نه دی او کس ته دایمي معافیت نه ورکوي.

د یادونې ده، کرونا ویروس په هره څپه کې خپله نوعه بدلوي چې دغه بدلون یې په تېرو څپو کې لیدل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکتر عثمان طاهري پژواک ته وویل، داسې کسان هم شته چې تر یو ځل ډېر پر کرونا اخته شوي، خو شمېرې یې وړاندې نه کړې.

هغه د دې په روښانولو چې د کرونا ناروغۍ له تېرولو او د واکسین له تزریق وروسته د انسان په بدن کې انټي باډي جوړېږي او تر یو وخته پاتې کېږي، زیاته کړه: “ښايي تولید شوې انټي باډي شپږ میاشتې ان تر یو کاله د ناروغ کس په بدن کې پاتې شي او د دې ناروغۍ پر وړاندې معافیت پیدا کړي.”

هغه دې ته په اشاره چې ګواکې خلک به پر کرونا ناروغۍ له اخته کېدو یا د یو دوز واکسین له تطبیق وروسته ښايي د عمر تر پایه پر دې ناروغۍ اخته نه شي وویل،  د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه دغه مطلب نه دی تایید کړی.

د یادونې ده، تېرو څېړنو روښانه کړې، هغه انټي باډي چې پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو پر مهال بدن کې جوړېږي، ښايي د ناروغ له جوړېدو وروسته تر شپږو میاشتو بدن کې پاتې شي.

کرونا واکسین د بدن د خوندیتوب سیستم د روزنې لپاره لار ده چې څه ډول یو بهرنی عامل وپېژني او له منځه یې یوسي.

واکسینونه معمولاً په تزریقي صورت مصرفېږي، په ډېرو واکسینونو کې دوه برخې شاملې دي، لومړۍ برخه انټي باډي یا ناروغي رامنځته کوونکی عامل دی چې بدن باید زده کړي څو هغه وپېژني او دویمه برخه یې مرستندوی درمل دي چې بدن ته ګواښ کوي او د محافظتي سیستم د تقویې لامل کېږي.

ادعا: پر کرونا اخته کېدل او یو دوز واکسین تزریق د عمر تر پایه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي.

پایله: هغه راپورونه چې ګواکې پر کرونا اخته کېدل او د یو دوز واکسین تزریق د عمر تر پایه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي، علمي اساس نه لري او د روغتیا نړیوال سازمان هم نه ده تایید کړې.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 185

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.