چاریکار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د پروان ولایت سیمه ییزې او امنیتي سرچینې وايي چې امنیتي او دفاعي سرتېرو او بسیج شوو د دغه ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي او دفاعي سرتېرو او د خلکو بسیج نن د پروان ولایت سرخ پارسا ولسوالۍ له طالبانو پاکه کړې ده.
په خبرپاڼه کې له جزئیاتو پرته راغلي چې په دغو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د سیمې د پاکولو عملیات دوام لري.
په پروان کې یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل، د دولتي ځواکونو له خوا د شیخ علي ولسوالۍ له نیولو وروسته طالبانو له موټرسایکلونو او دولتي رینجرو په استفاده د سرخ پارسا ولسوالۍ ودانۍ پرېيښې ده.
د سرچینې په خبره، طالبان د ترکمن او سرخ درو ته تللي او له یو شمېر ولسي پاڅون کوونکو سره یې جګړه هم کړې ده.
سرچینې زیاته کړه چې دولتي ځواکونه د سرخ پارسا ولسوالۍ ودانۍ ته رسېدلي دي.
د پروان والي فضل الدین عیار هم د یو تصویري کلېپ په خپرولو د یادې ولسوالۍ بېرته نیول تایید کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، تېره ورځ امنیتي ځواکونه توانېدلي وو چې د پروان شیخ علي ولسوالۍ له طالبانو ونیسي.
باید وویل شي چې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو لایتونو کې شاوخوا ۱۹۰ ولسوالۍ نیولې دي.
په ورته وخت کې تېره ورځ ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې ۱۷ ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP