کابل (پژواک،۳۱چنګاښ ۱۴۰۰): په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د دې لپاره چې افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي د طالبانو ډله دې ژر تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په بشپړه توګه دې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
په کابل کې د امریکا سفارت د یوه ټویټ له لارې له طالبانو او په جنګ کې له ښکېلو لوریو غوښتي چې جنګ ودروي او د افغانستان د خلکو ستونزو د پای ته رسولو په موخه دې د یوه دایمي او هراړخیز اوربند په اړه هوکړه وکړي.
سرچینې له طالبانو او د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د ستونزو د حل په موخه دې یوه داسې سیاسي حل لاره پیدا کړي چې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه وي.
د امریکا سفارت زیاته کړې چې افغانستان بیا باید د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي.
د امریکا سفارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې له شاوخوا لس میاشتو راهیسې د نړیوالو په ملاتړ په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، خو تر اوسه پورې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري او ترڅنګ یې په هېواد کې لا جګړو زور اخیستی دی.
Views: 362
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP