ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا طالبانو ته : ژر تاوتریخوالی پای ته ورسوئ

امریکا طالبانو ته : ژر تاوتریخوالی پای ته ورسوئ

author avatar
22 Jul 2021 - 11:27
امریکا طالبانو ته : ژر تاوتریخوالی پای ته ورسوئ
author avatar
22 Jul 2021 - 11:27

کابل (پژواک،۳۱چنګاښ ۱۴۰۰): په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د دې لپاره چې افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي د طالبانو ډله دې ژر تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په بشپړه توګه دې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

په کابل کې د امریکا سفارت د یوه ټویټ له لارې  له طالبانو او په جنګ کې له ښکېلو لوریو غوښتي چې جنګ ودروي او د افغانستان د خلکو ستونزو د پای ته رسولو په موخه دې د یوه دایمي او هراړخیز اوربند په اړه هوکړه وکړي.

سرچینې له طالبانو او د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د ستونزو د حل په موخه دې یوه داسې سیاسي حل لاره پیدا کړي چې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه وي.

د امریکا سفارت زیاته کړې چې افغانستان بیا باید د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي.

د امریکا سفارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې له شاوخوا لس میاشتو راهیسې د نړیوالو په ملاتړ په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، خو تر اوسه پورې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري او ترڅنګ یې په هېواد کې لا جګړو زور اخیستی دی.

 

Visits: 362

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.