Pajhwok Afghan News

د امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه دې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۰) : د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین ویلي، افغان امنیتي ځواکونو ته په کار دي چې د لاسه وتلو سیمو تر بېرته نیولو مخکې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې اسټین دغه څرګندونې پرون الاسکا ایالت ته د سفر پر مهال خبریالانو ته کړې دي.

هغه زیاته کړې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ګڼ نفوسو سیمو او ښارونو په شاوخوا کې خپلې مورچې باید پیاوړې کړي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي : « په دې اړه چې افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو مخه ونیولی شي او که نه، زه فکر کوم لومړی باید دوی د طالبانو د پرمختګ سرعت ودروي.»

اسټین ټینګار کړی چې افغان ځواکونه د پرمختګ کولو ظرفیت او وړتیا لري، خو باید وکتل شي چې مخکې څه پېښېږي.

هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې شاوخوا دوه سوه ولسوالۍ او مهم بندرونه نیولي، خو افغان امنیتي ځواکونه د مهمو ستراتېژیکو بندرونو د بېرته نیولو لپاره پلان جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له افغان ځواکونو سره د امریکا د مالي مرستې ژمنه کړې او د سولې خبرو لپاره یې دیپلوماټیکې هڅې دوه برابره کړې دي.

له دې ټولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې جدي مذاکرات وکړي.

له طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین ویلي چې افغانستان کې پر نوي حکومت تر توافق مخکې به پر اوربند توافق و نه شي.

Views: 116

Exit mobile version