ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د اسماعليه شورا د مشر پر موټريز کاروان چاودنه کې څلور کسان وژل شوي

په بغلان کې د اسماعليه شورا د مشر پر موټريز کاروان چاودنه کې څلور کسان وژل شوي

author avatar
27 Jul 2021 - 16:27
په بغلان کې د اسماعليه شورا د مشر پر موټريز کاروان چاودنه کې څلور کسان وژل شوي
author avatar
27 Jul 2021 - 16:27

پلخمري (پژواک، ٥ زمرى ١٤٠٠): په بغلان کې د اسماعليه شورا د مشر پر موټريز کاروان چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د بغلان ولايتي شورا غړي سيد سميع الدين ناظر د زمري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ اړوند د ګېله ګي په سيمه کې د اسماعيله شورا د مشر سيد داوود نادري پر موټريز کاروان د سړک غاړې ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.

دى زياتوي: “هغه غوښتل چې له کابل څخه نن بغلان ته راشي او د بغلان د وضعيت په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي خو په لار کې پرې چاودنه شوې ده.”

هغه وايي چې په دغې چاودنه کې نادري ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې خو څلور ساتوونکي يې وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له چاودنې وروسته په سيمه کې د وسله والو او نادري د ساتوونکو ترمنځ ډزې هم شوې دي.

په ورته وخت کې د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت هم ياده پېښه تاييدوي، خو وايي چې په دغې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلی.

د يادونې ده چې سيد داوود نادري د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کندوز ولايت استازى و، خو دامهال په افغانستان کې د اسماعيله شورا عمومي مشر دى.

Visits: 236

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.