ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپین بولدک- چمن لار له یو لړ محدودیتونو سره د پلي تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه

د سپین بولدک- چمن لار له یو لړ محدودیتونو سره د پلي تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه

author avatar
27 Jul 2021 - 18:41
د سپین بولدک- چمن لار له یو لړ محدودیتونو سره د پلي تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه
author avatar
27 Jul 2021 - 18:41

کندهار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۰): پاکستاني لوري د سپین بولدک- چمن لار له یو لړ محدودیتونو سره-سره د پلي تګ راتګ تر څنګ د سوداګرۍ پر مخ هم پرانیستله.

بل خوا په کندهار کې د ګمرک ریاست چارواکي وايي چې دغه لار پاکستاني لوري له افغان لوري سره له مشورې پرته پرانیستې ده.

سوداګر وايي، د طالبانو له خوا د سپین بولدک ولسوالۍ له نیول کېدو سره اړ دي چې هم طالبانو او هم حکومت ته د خپلو سوداګریزو توکو محصول ورکړي.

د سپین بولدک- چمن لار ۱۲ ورځې مخکې د پاکستاني لوري له خوا هغه مهال وتړل شوه چې سپین بولدک ولسوالي د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوه.

په دې موده کې پاکستاني لوري څو ځلې دغه لار د پلي تګ راتګ لپاره په وقفه يي توګه پرانیستله خو د سوداګرۍ پر مخ یې تړلې وه.

د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړه کې د چمن سوداګرۍ خونې مشر جلات خان اڅکزی وايي، له پاکستاني چارواکو سره د پرله پسې خبرو په پایله کې پرېکړه وشوه چې دغه لار له یو لړ محدودیتونو سره پرانیزي.

هغه زیاته کړه: ((د سپین بولدک- چمن لار به له غرمې مخکې د سهار له ۸:۰۰ تر ۱۱:۰۰ بجو د پلي تګ راتګ او له غرمې وروسته له ۱۲:۰۰ بیا د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو د سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.))

دی وايي، د لارې بندېدا د کرښې په دواړو غاړو کې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

بل خوا د کندهار ګمرک ریاست چارواکي وايي چې پاکستاني لوري دغه لار د افغانستان د حکومت له مشورې پرته پرانیستې ده.

د کندهار ګمرک رییس صبغت الله احساس پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني لوري په خپل سر لار پرانیستې ده او د افغانستان حکومت ته یې په دې اړه خبر نه دی ورکړی.

دی وايي، د لارې له خلاصېدو سره یې یو لړ ګامونه اخیستي څو د محصول له ورکړې د تېښتې مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې د کندهار- سپین بولدک لارې په اوږدو کې کندهار ښار ته نژدې په دامان او ارغستان ولسوالیو کې چیک پاینټونه او سیار ټیمونه ګومارلي څو له عوایدو څخه د فرار مخنیوی وشي.

احساس وویل: ((له هغه وخته چې سپین بولدک ولسوالي طالبانو نیولې او دغه لار تړل شوې، د ورځې مو په منځنۍ کچه ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید له لاسه وتلي، خو زموږ هیله دا ده چې دغه عواید د پخوا په څېر بیرته ترلاسه کړو.))

په دې اړه چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالبان له سوداګرو محصول اخلي، وویل، یوازې د افغانستان له خوا اخیستل کېدونکی محصول مشروعیت لري چې د قانون له مخې یې پر اموالو تعرفه وضع کړې ده.

د ده په خبره، د ګمرک مامورین کندهار ښار ته د اموالو د لېږدولو پر مهال له اظهارنامې سره سم قانوني مالیه اخلي.

د حاجي جمال الدین په نوم یو سوداګر چې له چین څخه افغانستان ته رخت/ټوکر واردوي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لارې بندښت سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه، اموال یې په ورځو ورځو د کرښې په هغې غاړې چمن ښارګوټي کې ایسار وو چې ډېر لګښت ورباندې راغلی دی.

خو ده شکایت وکړ چې له یوه پلوه لار په محدوده توګه پرانیستل شوې، پاکستانی لوری افغانستان ته د ټرانزیټ اموالو پر ځای د هغو پاکستاني اموالو لېږد ته لومړیتوب ورکوي چې له دغه هېواد څخه پاکستان ته صادرېږي.

نوموړي په یوه وخت د طالبانو او حکومت له خوا د محصول اخیستل هم لویه ستونزه یاده کړه او ویې ویل چې دغه چاره هم سوداګرو ته دروند مالي زیان اړوي.

ده وویل: ((همدا نن طالبانو په سپین بولدک کې پر یوه کانټینر رخت ۳۵ زره افغانۍ مالیه راڅخه اخیستې ده، د اظهارنامې مطابق به کندهار ښار ته د داخلېدو پر مهال ګمرک ته هم شاوخوا ۴۰۰ زره افغانۍ مالیه ورکوو چې دا د ټولو سوداګرو لپاره لوی سرخوږی دی.))

دی وايي، طالبانو د ۳۵ زره افغانیو معادل ۷۰ زره کلدارې ورڅخه اخیستې او په دې اړه یې اړوند اسناد هم له پژواک سره شریک کړل.

د ده په خبره، که حالت دغسې روان وي نو سوداګري به زیانمنه شي.

بل خوا د سپین بولدک یوه اوسېدونکي عبدالشکور پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د سپین بولدک- چمن لار د پلي تګ راتګ لپاره د سهار له ۸:۰۰ د غرمې تر ۱۱:۰۰ بجو پرانیستې وه.

دی وايي، د افغانستان له لوري پاکستان ته یوازې هغو کسانو د تګ اجاره لرله چې پاکستانی شناختی کارډ یې درلود، خو د پاکستان له لوري یې خلک د افغانستان خاورې ته پر تذکره را پرېښودل.

نوموړی وايي، دغې چارې عام وګړي او هغه خلک چې د کرښې دواړو غاړو ته د سوداګرۍ لپاره تګ راتګ کوي، له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو له خوا د سپین بولدک ولسوالۍ له نیول کېدو وروسته دغلته د ګمرک ودانۍ د طالبانو په واک کې ده چې د محصول اخیستلو لپاره یې په کې خپل کسان په دندو ګومارلي دي.

سوداګر وايي، طالبانو د بېلابېلو اجناسو لپاره بېلابېله اندازه محصول ټاکلی او د بانک پر ځای یې ځای پر ځای ورڅخه تر لاسه کوي.

Views: 1487

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.