کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۰) : لویه څارنوالي وایي چې د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال د ۳۰۰ امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور نیول شوی.
د لویې څارنوالۍ له خوا د زمري په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوی تن لویې څارنوالۍ ته د یوه هېوادوال تر شکایت وروسته نیول شوی او تر تحقیق لاندې دی.
سرچینې زیاته کړې، لویه څارنوالي له اداري فساد سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي او په ټولو کچو کې یې په دې برخه کې جدي او پرېکنده اجراات کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له اداري فساد سره مبارزه او کورني اصلاحات د دغې ادارې د مشرتابه کاري لومړیتوب ګڼل کېږي او د شکایتونو د اخیستلو او له اداري فساد سره د مبارزې لپاره یې ۱۸۰ ځانګړې وړیا شمېره د هېوادوالو په واک کې ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP