Pajhwok Afghan News

ناټو په ترکیه کې د افغان ځواکونو روزنه پیل کړه

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۰): د ناټو سازمان وایي چې له ژمنې سره سم یې له افغانستانه بهر د افغان ځواکونو د روزنې لړۍ یې پیل کړې ده.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر یوه چارواکي د زمري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په جون کې د سازمان د سرمشریزې غونډې پر مهال پرېکړه شوې وه چې دوی به له افغانانو او افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز پرېکړه شوې وه چې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې او په  افغانستان کې د ملکي سفیر فعالیتونو ته هم دوام ورکوي.

د ناټو مطبوعاتي دفتر وایي، پر همدې اساس ناټو له افغانستانه بهر د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د روزنې لړۍ پیل کړې، خو د ځینو امنیتي ملحوظاتو له امله په دې اړه نور جزئیات نه شي ورکولی.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي دوه ورځې مخکې له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټیلېفوني اړیکه کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړی و.

بلخوا د ترکیې د الصباح په نامه رسنۍ خبر ورکړی چې د افغان ځانګړو ځواکونو لومړۍ ډله پرون چهارشنبې ترکیې ته رسېدلې ده.

دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه تر وتلو وروسته ناټو له افغانستانه بهر افغان ځواکونو ته د روزنې لړۍ پیلوي.

Views: 433

Exit mobile version