Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په دولتي روغتونونو کې د کرونا ناروغانو د درملنې لګښت د خصوصي هغو دوه برابره دی

کابل (پژواک، ٧ زمری ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښیي، سره له دې چې د کرونا ناروغانو درملني لپاره د دولتي روغتونونو په پرتله په خصوصي روغتونونو کې امکانات ډېر دي؛ خو د خصوصي روغتونونو په پرتله په دولتي روغتونونو کې لګښتونه دوه برابره لوړ دي.

پژواک خبري اژانس هڅه کړې چې په دغه راپور کې د کابل په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د کرونایي ناروغانو د درملنې پر لګښتونو څېړنه وکړي.

د هېواد د عامې روغتیا وزارت د خپرو شوو شمېرو له مخې، په کابل کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه د کرونا له ٣٤٢٤٥٩ ناروغانو سمپلونه اخیستل شوي چې له ډلې یې د ٣٥٩٧١ پایلې مثبتې ښودل شوې دي.

د دغو شمېرو پر اساس، تر اوسه په کابل کې یادې ناروغۍ ٢١٠٠ کسان مړه کړي او ٢١٥٩٦ نور بېرته ترې رغېدلي؛ خو اوس هم په دغه ولایت کې د کرونا ٤٩١٤ ناروغان موجود دی.

د پژواک د څېړنې له مخې، ډېری دغه ناروغان په کابل کې دولتي روغتونونو ته ورغلي او ځیني یې له ۵ تر ۱۰ ورځو په کې بستر شوي دي.

له کرونا سره د مبارزې لپاره د افغانستان له حکومت سره ١٤ میلیارده افغانۍ مرسته شوې ده.

په افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال په وروستۍ میاشت کې د کرونا خپرېدو پر مهال بهرنیو او کورنیو سرچینو له یادې ناروغس سره د مبارزې لپاره د افغانستان له دولت سره مالي مرسته وکړه، هغه مرستې چې عامې روغتیا وزارت پر خپل سایټ خپرې کړې، له ۱۴ میلیارده ۱۲۴ میلیونه او ۴سوه او ۹۰۰۰۰زره افغانیو اوړي چې دغه مرستې په هېواد کې د کرونا د خپرېدو له پیله بیا د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه شوې ده.

د هغه جدول له مخې چې عامې روغتیا وزارت له پژواک سره شریک کړی، د ۱۳۹۹ مالي کال منظور شوې بودجه ۸ میلیارده او ۶۸۰ میلیونه او ۵۹۰زره افغانۍ ښودل شوې ده.

د روغتیار وزارت معلوماتو پر اساس، په هېواد کې د کرونا د لومړۍ څپې له پیله د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه، یو میلیارد او ۵۱۵ میلیونه او ۱۶۳زره او ۷۲۲ افغانۍ له ۴۸ قراردادي شرکتونو سره د درملو، ماسکونو او نورو طبي وسایلو د چمتو کولو په برخه کې لګېدلې دي.

دغه راز د کرونا له لومړۍ څپې د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه د افغان- جاپان، استقلال او دشت برچي ۵۰ بستره روغتونونو، کابل امبولانس، مرکزي لابراتوارونو او د وزارت په مرکز کې د معاشونو د لګښتونو لپاره یو میلیارد، ۵۷۴ میليونه، ۸۸۷زره او ۳۲۱ افغانۍ لګښت شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د ارقامو له مخې چې له پژواک سره یې شریک کړي، د کرونا خپراوي له پیله د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه ۲۵ میلیونه ۱۹۳زره او ۶۸۹ افغانۍ د طبي تجهیزاتو او د کابل عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو پر معاشونو مصرف شوې دي.

د کابل عامې روغتیار ریاست د شاوخوا  ۲۵میلیونه افغانیو پر لګښت سربېره، د دغه ښار محمد علي جناح روغتون ته په ۴ میلیونو او ۹۷۷زره او ۵۰۰ افغانیو طبي امکانات او د اکسېجن سیستم تجهیزات پېرل شوي دي.

په دولتي روغتونونو کې د کرونا ناروغانو درملنه او بستر ورځې:

د محمدعلي جناح روغتون رییس ډاکتر عید ولي منصور پژواک ته وویل چې د کرونا ناروغانو لپاره موده نه ده ټاکل شوې چې د درملنې لپاره یې څومره لګښت او وخت ته اړتیا ده.

خو ده وویل، هغه ناروغان چې د کرونا خفیفې نښې ولري، یوازې بستر او اکسېجن ته اړتیا لري او دا ډول ناروغان تر یوې اوونۍ په کمه موده کې رخصتېږي.

منصور زیاته کړه، هغه ناروغان چې د کرونا متوسطې نښې ولري، له یوې تر دوو اوونیو په روغتون کې بستریږي او د درملو له تجویز وروسته رخصتېږي.

نوموړي وویل، هغه ناروغان چې د کرونا شدیدې نښې ولري، له ۱۵ورځو تر یوې میاشتې بسترېږي.

خو منصور دا هم وویل چې د کرونا ناروغانو لپاره په لومړي قدم کې اکسېجن، درمل او ماسک حتمي دي.

د منصور د معلوماتو له مخې، د کرونا هر ناروغ چې په علي جناح روغتون کې بستریږي، بې له اکسېجنه یې د ورځې یوازې د درملو پنځه تر لس زره افغانیو لګښت کېږي.

د هغه په وینا، د کرونا د سپکو نښو لرونکو ناروغانو لپاره په یوه شپه او ورځ کې ۲ تر ۳ ډبو اکسېجن او د متوسطو نښو لرونکو لپاره په همدې موده کې له ۵ تر ۷ بالونونو اکسېجن ته اړتیا ده.

هغه څرکنده کړه چې د کرونا د شدیدو نښو لرونکي ناروغان په یوه شپه او ورځ کې ۱۲ ډبو اکسېجن ته اړتیا لري چې هره ډبه ۴۲ لېتره اکسېجن لري او د کابل په بازارونو کې د هرې ډبې بیه له ۴۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو ده.

منصور وویل چې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ ناروغان په جناح روغتون کې بستر شوي چې له ډلې یې ۲۰۰ مړه او ۳۰۰ نور بېرته رغېدلي دي.

سرچینې زیاته کړه، که یو ناروغ چې د کرونا متوسطې نښې ولري او د بېلګې په ډول لس ورځې بستر شي او د ورځې شپږ بالونه اکسېجن مصرف کړي، د یوه ناروغ د اکسېجن او درملو منځنی لګښت د ورځې ۱۱۷۰۰افغانۍ کېږي چې د لسمې ورځې په پای ته رسېدو سره یې ټول لګښت  ١١٧٠٠٠افغانۍ کېږي.

په خصوصي روغتونونو کې د کرونا ناروغانو درملنه او بستر ورځې:

پژواک خبري اژانس په دې اړه له څو شخصي روغتونونو سره هم خبرې کړې دي چې د کرونایي ناروغانو د درملنې په برخه کې فعالیت کوي، خو د نمونې په ډول سیټي روغتون یادېږي.

د سیټي روغتون یو ډاکتر عبدالجبار مومن یار پژواک ته وویل چې د کرونا ناروغانو لپاره د دولتي روغتونونو خدمتونو بسنه نه کوي او روغتیا وزارت باید په لومړۍ څپه کې په دې برخه کې خصوصي روغتونونو ته اجازه ورکړې وای.

مومن یار، د کرونا د یوه ناروغ د ټسټ بیه ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانیو وښوده او ویې ویل چې په هرو ۲۴ساعتونو کې د یوه بستر ناروغ د کټ لګښت ۱۵۰۰افغانۍ کېږي چې روغتون ته د ناروغ له ورتلو تر بېرته رغېدو د هغه ټول لګښت ۱۵۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰افغانیو کېږي.

یاد ډاکتر د دې په څرګندولو چې د یوه ناروغ لګښت د هغه روغتیایي وضعیت ته په کتو توپیر لري وویل، هر ناروغ چې بسترېږي په ۱۵ورځو کې ۴۰زره افغانۍ لګښت ورکوي؛ خو یو شمېر داسې ناروغان هم وو چې له ۵روځو ورسته تللي او له ۱۰زره افغانیو لږ لګښت یې ورکړی دی.

د نوموړي څرګندونو ته په پام، که د کرونا یو ناروغ چې متوسطې نښې ولري او د بېلګې په ډول لس ورځې بستر شي، پر اکسېجن سربېره د هغه ورځنی لګښت ٦٢٠٠ افغانۍ کېږي چې تر وروستۍ (لسمې) ورځ یې ٦٢٠٠٠ افغانۍ مصرف کېږي.

د کرونا ناروغانو تجربه:

راحله د مزارشریف اصلي اوسېدونکې او د یوه مخابراتي شرکت کارکوونکې ده چې پر کرونا له اخته کېدو وروسته په محمدعلي جناح روغتون کې بستر شوې ده.

هغه د خدمتونو وړاندې کولو او خپلې درمنلې د څرنګوالي په اړه پژواک ته وویل: «کله چې روغتون ته ورغلم، پرته له دې چې ټيسټ مې مثبت اعلان شي، بستر یې کړم او تر درملني لاندې یې ونیوم؛ خو له ۵ورځو وروسته یې رخصت کړم.

هغې زیاته کړه: “فکر نه کوم د روغتون په بستر کې په پنځو ورځو کې له ۵زره افغانیو ډېر لګښت راباندې راغلی وي؛ ځکه یوازې اکسېجن، پراسټامول ګولۍ او نور تسکین ورکوونکي درمل راکول کېدل.”

دغه راز نورالله چې د کرونا نارغي یې د کابل په افغان- جاپان روغتون کې تېره کړې پژواک ته وویل: “زه ۱۳ورځې په افغان- جاپان روغتون کې بستر وم، یوازې پراستامول او اکسېجن او کله به یې نور درمل راکول چې زما په اند، د ورځې دوه زره افغانۍ هم نه دي مصرف شوې.”

عامې روغتیا وزارت په دې اړه ځواب نه لري:

پژواک خبري اژانس دغه موضوع د عامې روغتیا وزارت د ویاند له مرستیال میرویس علیزي سره شریکه کړه، علیزي وویل: “په دې اړه په وزارت کې د کرونا برخې له مسوول ډاکتر لیث مصطفی سره اړیکه ونیسئ.”

خو د څو ورځو په تېرېدو او پرله پسې اړیکو سربېره، ډاکتر لیث مصطفی حاضر نه شو چې په دې اړه د پژواک پوښتنو ته ځواب ووایي.

پایله:

هغو ډېرو پیسو ته په پام چې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک او نورو سرچینو له کرونا سره د مبارزې لپاره د افغانستان له دولت سره مرسته کړې دي؛ خو لیدل کېږي چې هغه ارقام چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د کرونا ناروغانو درملنې ته په پام کې نیول کېږي، تر هغه ډېر دي چې په واقعي ډول پر ناروغانو مصرفېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.