کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۰): د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې شبکه وايي، د انساني قاچاق پدیدې سره مبارزه کې افغان حکومت تمرکز نه دی کړی او باید د بچه بازۍ قضیو ته د رسېدو لپاره لا ډېره توجه وکړي.
له يادې شبکې (ANCTIP) څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې د انسان د قاچاق پدیده یوه هغه لویه ستونزه ده چې د نورو په څېر افغانستان هم ورسره لاس او ګرېوان دی او افغان دولت هم ژمن دی چې له دی پدیدې سره مبارزه وکړي، مګر دا چې حکومت له ډېرو نورو ننګونو سره مخامخ دی چی له همدی کبله په دې وروستیو کلونو کې د یادې پدیدې په مخنیوي کی افغان حکومت او ورسره مل ملګرو ملتونو له خوا لومړیتوب او تمرکز نه دی شوی او په دی برخه کې پرمختیایي کوټلي ګامونه نه دي تر سره شوي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، سره له دې چې افغان حکومت د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون جوړ کړی، خو د همدې قانون په تطبیق کې حکومت پاتې راغلی دی. د افغانستان حکومت د قاچاق د له منځه وړلو لپاره لږ تر لږه معیارونه په بشپړه توګه نه دي پوره کړي او په دی تړاو د پام وړ هڅې هم نه کوي، حتی د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې پر ظرفیت باندې د COVID-19 یا کرونا په جریان کی د اغېزو په پام کې نیولو سره هم کار نه دی کړی.
سرچينه کاږي، په انساني قاچاق کې ښکېل کسان باید ملي او ولايتي عدلي ارګانونو له خوا محاکمو ته ور معرفي شي.
سرچينه زياتوي، د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په خپل نړیوالTIP راپور چې د تېرو کلونو په پرتله په درېیم ردیف کې راغلی، افغانستان يو ځل بيا په ۲۰۲۱ کال کې په watch list کې شامل شو چی دا راپور سږ کال د جون په میاشت کی نشر شو.
ياده شبکه وايي، بیا هم د ښه کېدو لپاره هيلې شته، د انسان د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پر موجوده قانون باید بیاکتنه ترسره شي چې ډېر ژر باید په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د ملي شورا له خوا تصویب شي، چې دا به په افغانستان کې د انسانی قاچاق سره د مبارزې په لور د پام وړ پرمختګ وي.
سرچينه زياتوي، د TiP په راپور کې ذکر شوي چې په یو شمېر دولتي اداراتو کې جنسي غلامۍ او بچه بازي موجوده وه او همدارنګه د ماشومانو سرتېرو ګومارنه او په دولتي ادارو کې يې کارول د دې لامل شو چې افغانستان په درېیم ردیف یا هم ټایر ۳ کې پاتې شو.
يادې شبکې غوښتنه کړې چې د افغانستان حکومت باید د بچه بازۍ قضیو ته د رسېدو لپاره لا ډېره توجه او هڅې وکړي، ځکه چې د ۲۰۲۱ کال په راپور کې ډېره توجه هم د بچه بازۍ موضوع ته شوې ده. دغه راز د افغانستان ولسي جرګه دې ژر تر ژره د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون ته بیا کتنه وکړي.
شبکه وايي، وروسته له دې چی ولسي جرګه (پارلمان) د انسان قاچاق پر وړاندی قانون دوباره تعدیل او تصويب کړي، د افغانستان دولت دې د مناسبه کړنلارې پالیسي، ملي لېږد میکانیزم او ملي کاري پلان جوړ کړي چی په هغه کې د انساني قاچاق د مخنيوي، ساتنې او د عامه پوهاوي پرګرامونو له لارې چې د قربانیانو د ساتنې لپاره ورته اړتيا ده، تر سره شي او همدارنګه د هغوی کورنیو ته ځواب ووايي.
شبکې سپارښتنه کړې چې د افغانستان حکومت دې ګاونډیو او سیمه يیزو هیوادونو سره سره په ګډه کار او د همکاریو تړون وکړي ترڅو له انساني قاچاق سره مبارزه او د انسان د قاچاق له قربانیانو سره مرسته وشی. دغه راز افغان حکومت او مدني ټولنې دي ته اړتیا لري چې خپل ټول تمرکز د انسانی قاچاق قربانیانو ته د مختلفو مرستو له لارې تر سره کړي، د مثال په ډول: د پاملرنې مرکزونه- بېرته راستنول - او بیا پیوستون.
شبکه وايي، د افغانستان د ملي پولیسو د لا روزنې لپاره د انسان د قاچاق د مبارزی لپاره د نړیوالې ټولنې اړتیا شته، دغه راز د انساني قاچاق د په نښه کولو لپاره دې افغان مېرمن پیاوړې شي او په ملي او ولايتي پاليسي جوړولو کې موجودې وي. همداراز دې د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره افغان ځوانانو په ځانګړي ډول د نجونو د تعليم د ودې لپاره دې د زده کړو پروګرامونه برابر شي او دغه راز دې د جمعې د لمانځه د خطبو پرمهال دې د عامه پوهاوي لپاره د علماوو ونډه پياوړې شي.
افغان حکومت د ياد شوې شبکې د نظرياتو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP