Pajhwok Afghan News

د ۲۰۷ ظفر قول اردو لومړۍ لوا قوماندان وژل شوی

هرات ښار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰): د هرات والي وایي، د ۲۰۷ ظفر قول اردو لومړۍ لوا قوماندان د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته وژل شوی دی.

د هرات والي عبدالصبور قانع نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې  د ۲۰۷ ظفر قول اردو لومړۍ لوا قوماندان ډګروال عبدالحمید حمیدي پرون طالبانو په پل مالان سیمه کې نیولی و.

هغه وویل چې طالبانو یاد قوماندان له نیولو وروسته وژلی دی.

ده د طالبانو له خوا د جنګي اسیرانو وژل جنګي جنایت وباله او ویې ویل چې طالبان هيڅکله جنګي قوانین نه مراعاتوي.

له بلې خوا طالبانو هم د حمیدي وژل تایيد کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو لومړۍ لوا قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د یادونې ده، طالبانو  تر اوسه د هرات څو ولسوالۍ نیولې او له پرون راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د هرات ښار ته په نږدې ولسوالیو کې جکړه روانه ده.

Views: 62

Exit mobile version