Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار ښار کې جګړې سلګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ ۲۴زره کورنۍ بې ځایه کړي

کندهار (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې جګړه روانه ده چې له امله یې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ۲۴ زره کورنۍ له خپلو کورونو کډې کولو ته اړې شوي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي او د جګړې له امله بې ځایه شوي کډوال چې د جګړې دوام سخت ځپلي، له حکومت څخه غوښتنه کوي چې جګړه له کندهار ښاره وباسي څو هغوی د ارام ساه واخلي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دغه کډوالې کورنۍ د کندهار ښار د اوو ناحیو (۲، ۳، ۶، ۷، ۸، ۱۳، ۱۵) اوسېدونکي دي، چېرې چې سختې جګړې روانې دي او اوسمهال د ښار امنو سیمو ته کډه شوي دي.

د کندهار ښار د ۷مې ناحیې اوسېدونکی محمد هارون چې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره یې د کندهار ښار د ۵مې ناحیې اړوند په حاجي کیمپ کې پناه اخیستې ده، پژواک خبري اژانس ته وویل، درې اوونۍ کېږي چې په ښار کې جګړه روانه ده او لا پسې غځېږي.

دی زیاتوي، خلک د جګړې دوام ستړي کړي دي او دې ته شېبې شماري چې امنیتي ځواکونه د دوی له سیمو وسله وال وباسي او دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

 

د ده په خبره، وسله والو لومړی د کندهار ښار پر ۷مه امنیتي حوزه برید وکړ، خلکو فکر کاوه چې امنیتي ځواکونه به ژر جګړه مهار کړي، خو له بده مرغه په دې موده کې جګړه د ښار نورو برخو ته هم وغځېدله.

دی وايي: ((خلک په ډېر بد وضعیت کې دي، ډک کورونه یې تر شا پرې ایښي، طالبانو زموږ په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي دي، کورونه یې یو او بل ته سوري کړي، دا ډېر لوی ظلم دی، کور پاته... روزګار پاته... ژوند پاته... اخر موږ هم مسلمانان یو، ایا یو مسلمان له بل مسلمان سره داسې کوي؟))

د کندهار ښار د ۱۵مې ناحیې اوسېدونکی نور محمد له خپلې کورنۍ سره د کندهار ښار لومړۍ ناحیې ته کډوال شوی او د خپلو دوستانو په کور کې يې پناه اخیستې ده.

دی وايي: ((په کندهار ښار کې ویر او ماتم خپور دی، هر څوک د خپل راتلونکي په فکر کې دي، جګړې ټول ژوند اغېزمن کړی دی، د مازدیګر له شپږو بجو بیا تر سهار ټلیفونونه بندېږي، د شپې له لسو بیا تر سهاره ګرځبندیز دی، د موټر سایکلانو پر چلاو بندیز دی، کار او روزګار نشته، له وېرې ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللای.))

د ده په خبره، شاوخوا یوه میاشت کېږي برېښنا نشته، سخته ګرمي ده، په زرګونو کورنۍ لالهانده او سرګردانه دي، چا په دولتي تاسیساتو او د چا د خپلو دوستانو په کورونو کې پناه اخستې ده، نور دا حالت له زغم وځي.

نوموړی پر حکومت او طالبانو غږ کوي چې جګړه ودروي، طالبان دې نور ولس نه ځوروي او د هغوی له ازاره دې ووېرېږي، ځکه هغوی راغلي بریدونه یې کړي او خلک یې کورونو ته پرېښودلو ته اړ کړي دي.

دی هم وايي چې د جګړې دوام خلک سخت ستړي کړي دي، په ټول ښار کې د سپکو او درنو وسلو او هوايي بریدونو غږونه دي چې له ټولو یې ارام او سکون اخیستی دی.

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې نور د خلکو کړاو پای ته ورسوي، عملیات دې چټک کړي څو بې ځایه شوي کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب وايي، د کندهار ښار له اوو ناحیو څخه چې جګړه په کې روانه ده، ۲۴ زرکونۍ کډوالې شوي دي.

دی زیاتوي، د کډوالۍ لړۍ روانه ده او هره ورځ له ۲۵۰ تر ۵۰۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې کېږي.

د ده په خبره، د دغو کډولو له ډلې څه له پاسه ۱۱ زره کورنۍ په ۱۵ دولتي تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي چې د کډوالو چارو او له پېښو سره د چمتووالي ریاستونو لوجستیکي اسانتیاوې ورته برابرې کړي او د ملي سوداګرو په مرسته ورته درې وخته ډوډۍ برابرېږي.

نوموړي وویل، اړوندو ریاستونو د همکارو موسسو په مرسته ۱۰۵۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشلي او په دې موخه د کډوالو سروې روانه ده.

بل خوا روغتیايي چارواکي وايي چې په دې موده کې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او تر بل هر وخت د ملکي وګړو خوندیتوب سخت شوی دی.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې جګړه پیل شوې، دغه روغتون ته د ټپیانو ور وړل ډېر شوي چې له امله یې دغلته بېړنی حالت دی.

هغه زیاته کړه، یواځې تېره اوونۍ د کندهار ښار له شاوخوا اوو ناحیو څخه چې جګړه په کې روانه ده ۲۴ جسدونه وروړل شوي چې نیمايي یې ملکي وګړي او نیمايي نور یې نامعلوم کسان دي.

دی وايي، په دې اوونۍ کې ۱۱۶ تنه ټپيان ور وړل شوي چې ۱۰ تنې یې ښځې، ۳۶ یې ماشومان او پاتې یې نارینه دي.

د ده په خبره، یادو شوو ملکي وګړو ته د مرمیو، هاوانونو او د ماین د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې یې عملیات روان دي چې هره ورځ په کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوړي.

په کندهار کې د ملي امنیت صفر درې قطعې همدا نن د خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د کندهار ښار په ۳مه ناحیه، د ۱۳مې ناحیې په سعادت کلي، زیارت کلي، سرې غونډۍ او میرزا محمد خان کلاچې او د ډنډ ولسوالۍ په کلچه اباد، مشکېزي، عصمت پوسته او سالو خان کلیو کې یې هوايي او ځمکني عملیات کړي چې پر مهال یې ۲۷ وسله وال وژل شوي او ۹ ټپيان شوي دي.

سرچینه وايي، په وژل شوو کې د طالبانو یو شمېر قوماندانان هم شامل دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن صادق عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې د دوی عملیات دوام لري چې چاڼیز، یرغلیز او کمانډويي برخې لري چې موخه یې له کندهار ښاره د جګړه ایستل دي.

هغه ډاډ ورکړ چې د دغو عملیاتو په پایله کې به ژر د کندهار په امنیتي حالت کې بدلون راشي.

وسله والو طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې له هغه وروسته پر کندهار ښار بریدونه پیل کړل چې د کندهار له ۱۷ ولسوالیو یې ۱۲ ولسوالۍ میوند، شاولیکوټ، غورک، نېش، میانشین، خاکرېز، پنجوايي، ارغنداب، سپین بولدک، ښورابک، رېګستان او معروف یو په بل پسې ونیولې.

دغه وضعیت د درنې مرګ ژوبلې او بې ځایه کېدنې تر څنګ په اقتصادي، تعلیمي، روغتیايي او ګڼو نورو ټولنیزو برخو کې کندهار ته دروند زیان اړولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.