ګردېز (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰): وسله والو طالبانو په پکتيا کې تر خپل واک لاندې سيمو کې د "هېواد پالنه، فرهنګ او مدني زده کړې" مضمونونو پر تدریس بندیز لګولی او د نجونو زده کړې يې هم محدودې کړې دي.
د يادو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د يادې ډلې وسله والو د نجونو پر زده کړو هم محدوديت لګولی او ښوونځیو ته يې د لوړو ټولګيو د نجونو تګ بند کړی دی.
د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکی عالم ګل وايي چې طالب وسله والو ځينې ښوونکي هم له يوه ښوونځي بل ته تغيير او تبديل کړي دي.
دی زياتوي: ((له رسمي او اصولي پروسو په پام کې نيولو پرته تغييرات راوستل شوي. اوس خو امتحانونه دي، په هر قېمت چې وي، شاګردان ځان مکتب ته رسوي، چې يو کال شاته پاتې نه شي، خو طالبان چندان ښه چلند نه ور سره کوي.))
د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ولسواليو له ډلې د يوه ښوونځي مدير محمد قاسم (مستعار نوم) وايي، چې د لوړو ټولګيو نجونو ته يې د ازموينې ورکولو پر ځينو بديلو لارو کار کړی دی.
قاسم وايي: ((تر څلورم صنف پورته نجونې په يوه کور کې راټولوو او هلته لنډه صحنه ورته جوړوو او امتحان يې اخلو. که هره ورځ نه وي، په يوه ورځ د دوه ورځو امتحان اخلو، چې طالبان خبر نه شي يا مشکل راجوړ نه کړي. تعليمي سيسټم يې ډېر ګډوډ کړی، هلکان مجبوروي چې لونګۍ يا خولۍ پر سر کړي.))
د يوه بل ښوونځي ښوونکي جلال الدين علمي هم ورته خبره کوي او وايي چې وسله والو طالبانو پر هېوادپالنې مضمون سربېره د فرهنګ او مدني زده کړو له تدريسولو هم منع کړي دي.
علمي پژواک ته وويل: ((مکتب ته له وسلو سره راځي، ځينې وخت ترانې غږوي، ماحول خرابوي. د خپلو جګړو او جنګي فکرونو په اړه خبرې کوي او غواړي له دې لارې ځان ته د جذب او جلب لپاره فکرونه اماده کړي.))
د ځاځي اريوب یوه اوسېدونکي روح الله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان هغه کسان هم نه پرېږدي چې له خلکو سره د وسله والو طالبانو چلند په اړه څه وليکي.
عارف وايي: ((حتی فیسبوک کې د ځوانانو لايکونه هم پسې ګوري چې د طالبانو پر خلاف پوسټ يا کوم داسې کس ته يې لايک ورکړی وي هم، نه يې پرېږدي.))
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی جمعه خان زرملوال پر نورو برخو سربېره د پوهنې په برخه کې د وسله والو طالبانو يادې کړنې د نه توجيه وړ بولي او ټينګار کوي چې دولت دې د له لاسه وتلو سيمو بېرته تر لاسه کولو ته پام زيات کړي.
هغه پژواک ته وويل: ((که حکومت يا حاکم فکر سره فکري مخالفت وي، خير، نو له هېواد، بيرغ او ملي ارزښتونو او ګټو سره مخالفت څخه معنا لري؛ دا خو د دښمنۍ او غلامۍ اوج دی.))
د پکتيا د پوهنې رياست هم د وسله والو طالبانو له خوا د ځينو مضمونونو پر تدريس د بنديز خبره مني او وايي، هڅه يې دا ده چې پر ټولو ستونزو سربېره د تعليمي بهير په ټپه درېدو مخنيوی وکړي.
د ياد رياست مشر کوچی ځاځی وايي: ((ځينې مشکلات او محدوديتونه پخواني دي او ځينې شايد اوس هم وي. موږ ځينې شيان اورېدلي، خو په ټوله کې د پوهنې بهير روان دی، په وخت سره به مسايل حل شي.))
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ښوونځيو ته له وسلو سره د يادې ډلې د وسله والو تلل او زده کوونکو ته د وسلو د زده کړو يا ورته فکري روزنې په اړه به معلومات وکړي.
مجاهد وويل چې په فرهنګ نومي مضمون کې له افغاني دودونو خلاف ځينې شيان د افغاني کلتور په توګه معرفي شوي او د هېوادپالنې مضمون په اړه يې څه ونه ويل.
دمګړۍ د پکتيا نهه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي او د بېرته تر لاسه کولو لپاره يې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP