ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د پوليسو او پاڅون کوونکو ترمنځ وسله واله نښته شوې

په بغلان کې د پوليسو او پاڅون کوونکو ترمنځ وسله واله نښته شوې

author avatar
2 Aug 2021 - 16:50
په بغلان کې د پوليسو او پاڅون کوونکو ترمنځ وسله واله نښته شوې
author avatar
2 Aug 2021 - 16:50

پلخمري (پژواک، ١١ زمرى ١٤٠٠): په بغلان کې د پوليسو او پاڅون کوونکو ترمنځ نښته کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په مرکز پلخمري کې د پوليسو او پاڅونوالو ترمنځ لومړى لفظي شخړه او وروسته وسله واله نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دغې نښته کې دوه پاڅون کوونکي او يو پوليس وژل شوي او دوه پاڅونوال او يو پوليس ټپيان شوي دي.

د بشارت په وينا، د يادې پېښې د څېړنې په موخه پلاوى ټاکل شوى دى.

همدرانګه د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ پژواک ته وويل چې له يادې پېښې درې جسدونه او درې ټپيان روغتون ته انتقال شوي چې پاڅونوال او پوليس دي.

ده وويل چې پوليسو او پاڅونوالو د روغتون په انګړ کې هم يو پر بل ډزې کړي چې له امله يې د ملکي روغتون ډاکټرانو د کار بنديز ګواښ کړى دى.

د يادونې ده، کله چې وسله والو طالبانو د پلخمري نهه ولسوالۍ ونیولې، يو شمېر کسانو ته د پاڅونوالو په نوم وسلې ورکړل شوې، ترڅو د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي چې خلک يې په اړه سخت اندېښمن دي.

Views: 436

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.