ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې یو ۱۲ کلن ماشوم په ډېره بې رحمۍ وهل شوی

په فاریاب کې یو ۱۲ کلن ماشوم په ډېره بې رحمۍ وهل شوی

author avatar
2 Aug 2021 - 18:47
په فاریاب کې یو ۱۲ کلن ماشوم په ډېره بې رحمۍ وهل شوی
author avatar
2 Aug 2021 - 18:47

میمنه (پژواک،۱۱ زمری ۱۴۰۰): په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچېنې وایي چې طالبانو یو ۱۲ کلن ماشوم په دې دلیل ښکنځلی او وهلی چې پلار یې د جوزجان د ملي امنیت کارکوونکی دی، خو طالبانو دغه موضوع رد کړې او وایي چې دغه کار د ماشوم تره کړی دی.

 د فاریاب امنیه قوماندان جنرال روح الله خلیل اوغلي، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ماشوم ۱۲ کلن دی او د ملي امنیت د یوه سرتېري شیراغا زوی دی چې تېره ورځ طالبانو په ډېره بې رحمۍ وهلی دی.

هغه دې ته په اشاره چې ماشوم اوس مهال د میمنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی وویل: « پلار یې مخکې د وسله وال ځواک په لیکو کې کار کاوه، د شیرین تګاب ولسوالۍ تر سقوط وروسته میمنې ښار ته وتښتېد، خو کورنۍ یې په سیمه کې پاتې وه.»

دهغه په خبره، طالبان د هغوی کور ته ورغلي او د پلار د وسلې په اړه یې ترې پوښتلي، خو کله چې ماشوم د پلار له وسلې بې خبري ښودلې هغه یې په ډېره بې رحمۍ وهلی دی.

د وهل شوي ماشوم پلار او د ملي امنیت سرتېري شیراغا پژواک ته وویل چې دی اوس مهال د میمنې په څنډو کې د امنیت په چوکاټ کې د طالبانو پر وړاندې جنګیږي.

دغه سرتېري وویل، طالبانو یې ۱۲ کلن زوی وهلی چې د میمنې په روغتون کې په بد حالت کې دی.

ده زیاته کړه: « کله چې شیرین تګاب سقوط وکړ ما له خپل قوماندان سره سیمه پرېښوده، په کور کې مې هيڅ وسله نه لرله، خو طالبانو د وسلې په پلمه زما زوی ډېر وهلی، که طالبانو زما قصد درلود نو دا ده زه یې پر ضد عملا جنګېږم، دغه ماشوم څه ګناه لرله.»   

۱۲ کلن جان اغا چې طالبانو وهلی وویل:«د کوه صیاد کلي یوه طالب چې عبدالصمد نومېږي زما لاسونه او پښې په تناب وتړل، شاوخوا درې ساعته یې په کېبل او قمچینو ووهلم او پوښتنه یې کوله چې د پلار وسله دې چیرته ده.»

نوموړي وویل:« د پلار له وسلې خبر نه وم څومره مې چې زارۍ او ژړا وکړه، خو ملا صمد او یو بل کس راباندې رحم ونه کړ، دوه ځله بې هوښه شوم، پر ما یې اوبه واچولې او ویې وهلم.»

د میمنې روغتون د بېړنۍ خونې موظف ډاکټر غلام سخي حلیم پژواک ته وویل چې دغه ماشوم نن سهار له شیرین تګاب څخه راوړل شوی، ډېر سخت وهل شوی چې روحي حالت یې هم صدمه لیدلې او اوس مهال تر جدي درملنې لاندې دی.

خو د طالبانو د ارشاد او دعوت مسوولین وایي چې دغه قضیه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې او زیاتوي چې د دوی له خوا ټاکل شوي پلاوي قضیه څېړلې ده.

د مسوولینو په خبره، د ماشوم د وهلو په تور یو طالب او د ماشوم تره نیول شوي دي. 

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.