کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): د ملکي هوايي چلند اداره وايي، له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د دغې ادارې په عوايدو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی چې دا په ټاکلې موده کې د تېرو د دوو کلونو د عوايدو تر ټولو لوړه کچه ده.
له یادې ادارې پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې د عوايدو رياست د تحليلې راپور له مخې، د ۱۴۰۰ کال له وري میاشتې څخه تر چنګاښ میاشتې پورې ۲،۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه شوي چې د تېرو څلورو میاشتو په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د سرچینې په وینا، له دې وړاندې د ملي هوايي چلند ادارې په څلورو میاشتو کې ۱،۷ میلیارده افغانۍ ترلاسه کولې.
سرچینې زیاته کړې:"که څه هم د کرونا وبا له خپرېدو سره د پروازونو شمېره کمه شوې او هم د مسافرو د تګ راتګ کچه ټيټه وه، خو بيا هم د هوايي چلند ادارې د نوې رهبرۍ او همکارانو د هلو ځلو، له هوايي شرکتونو سره جدي همغږي، د عوایدو راټولو په برخه کې جدیت او له ایاتا ادارې سره د ښو اړیکو په نتيجه کې د عوايدو کچه لوړه شوې."
سرچیني زیاتوي چې په هېواد کې د وروستيو بدلونونو او د بهرنیو مرستو له کمېدو سره د عوايدو کچه را ټيټه شوې او له همدې امله د ادارې د عوایدو لوړوالی لاسته راوړنه بولي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP