ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د روانې جګړې له امله د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

کندهار کې د روانې جګړې له امله د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

author avatar
3 Aug 2021 - 17:39
کندهار کې د روانې جګړې له امله د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي
author avatar
3 Aug 2021 - 17:39

کندهار (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې روانې سختې جګړې که له یوې خوا سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او په زرګونو کورنۍ یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي، نو له بلې خوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

له تېرو څو اوونیو راهیسې چې د کندهار ګڼ شمېر ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط شوې، جګړه د کندهار ښار ناحیو ته غځېدلې ده.

دغې جګړې خلک په هره اړخیزه توګه سخت ځپلي او له جدي ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي محمد ابراهیم پژواک اژانس ته وویل، د جګړې له امله د دې ولایت ۱۲ ولسوالۍ سقوط شوي، د کندهار ښار په ۷ ناحیو کې جنګ روان دی، سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ۲۴ زره کورنۍ یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي او په زرګونو بې روزګاره کړي دي.

دی وايي، خلک د ورځې او شپې د سپکو او درنو وسلو له ډزو، چاودنو او هوايي بریدونو څخه ارام نه لري، د موټر سایکلونو پر ګرځېدو بندیز دی، د مازدیګر له شپږو تر سهاره مخابراتي شبکې خپل فعالیت دروي او د شپې له لسو تر سهار په ګرځېدو بندیز دی.

نوموړي وویل، له بلې خوا د همدې ستونزو له امله د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې اسمان ته پورته شوي او خلک یې د اخیستو توان نه لري.

د ده په خبره، یوه ډبه لس لېتره غوړي چې مخکې په ۱۰۰۰ افغانۍ و، اوس په ۱۲۰۰ افغانۍ دي، د ۱۰ منو اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ ته پورته شوې، یو کیلوګرام ګاز ۶۵ افغانۍ ته پورته شوی، د پټرولو بیه له ۴۸ افغانیو څخه ۶۱ ته پورته شوې ده.

دی وايي، په داسې حال کې چې خلک په جګړه کې راګیر وي، سر او مال یې خوندي نه وي، له خپلو کورونو بې ځایه شوي وي، کار او روزګار یې له لاسه ورکړی وي ایا په دومره لوړه بیه د توکو اخیستلو توان لري؟

ده په ډک زړه وویل: ((په کندهار کې سم دم محشر دی، خدای ج دې دا سختې ورځې په خیر پای ته ورسوي.))

یو شمېر دوکانداران وايي، دا چې پر لارو ناامني ډېره شوې او له بلې خوا سوداګر اړ شوي چې پر خپلو اموالو هم طالبانو هم حکومت ته مالیه ورکړي، د توکو بیې پورته تللې دي.

بصیر احمد د کندهار ښار په چارسو کې د خوراکي توکو دوکان لري، ده پژواک ته وویل، سوداګر پر دوی توکي ګران پلوري، نو ځکه بیې پورته تللې دي.

ده زیاته کړه: ((اول خو د جنګونو په وجه سوداګر زړه نه ښه کوي چې توکي راوړي، یو او نیم چې یې راوړي نو مجبور دي چې هم طالبانو او هم حکومت ته مالیه ورکړي، هغوی دغه مالیه پر توکو اچوي، همدا علت دی چې بیې پورته تللي دي.))

دی وايي، د جګړې له امله د خلکو ژوند، کار او روزګار سخت اغېزمن شوی او درانه زیانونه ور اوښتي دي.

د حاجي کمال په نوم یو سوداګر چې هېواد ته خوراکي توکي واردوي، پژواک ته وویل جګړې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ سوداګري او راکړه ورکړه سخته زیانمنه کړې ده.

هغه وویل، جګړې، پر لارو ناامنۍ او نور محدودیتونه، دوه ځله مالیه ورکول او نور هغه ستونزې دي چې سوداګر زړه نه ښه کوي توکي وارد کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د سوداګرو اموال په ورځو ورځو د کرښې په هغې غاړې چمن ښارګوټي کې ایسار وو چې ډېر لګښت ورباندې راغلی او له امله یې قیمتونه پورته تللي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، جګړه د ښار ناحیو ته را رسېدلې ده، لارې ناامنې او یا تړلې دي، طبعا په داسې حالت کې هم د توکو کمښت رامنځته کېږي او هم بیې لوړېږي.

خو ده وویل چې څو ورځې وړاندې د سپین بولدک لار پرانیستل شوې چې کندهار ښار ته د توکو په رسېدو به بیې عادي شي.

دغه راز یې یادونه وکړه چې د اسلام کلا لار هم خلاصه شوې چې د تېلو او ګازو په را رسېدو به د دغو توکو بیې هم ټیټې شي.

خو ده په ټوله کې روان وضعیت د سوداګرۍ په زیان وباله او ویې ویل که حالت همداسې دوام وکړي نو ستونزې به لا ډېرې شي.

د سپین بولدک- چمن لار څو اوونۍ مخکې د پاکستاني لوري له خوا هغه مهال وتړل شوه چې سپین بولدک ولسوالي د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شوه.

په دې موده کې پاکستاني لوري څو ځلې دغه لار د پلي تګ راتګ لپاره په وقفه يي توګه پرانیستله خو د سوداګرۍ پر مخ یې تړلې وه.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې پاکستاني لوري د سپین بولدک- چمن لار له یو لړ محدودیتونو سره د پلي تګ راتګ تر څنګ د سوداګرۍ پر مخ هم پرانیستله.

د کندهار د ګمرک ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، له هغه وخته چې سپین بولدک ولسوالي طالبانو نیولې د ورځې یې په منځنۍ کچه ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید له لاسه وتلي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.