Pajhwok Afghan News

د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوى

تالقان (پژواک، ١٣ زمرى ١٤٠٠): د وسله والو طالبانو په بريد کې د تخار ولايت د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ١٢ بجې د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن نورمحمد د همدې ولسوالۍ په بلاک اورته سيمه کې د طالبانو د هاوان له بريد سره مخ شوى دى.

هغه وايي: ((قوماندان له خپلو ساتونکو سره په ټانګ کې سپور و، ګزمه يې کوله چې د طالبانو هاوان يې پر ټانګ لګېدلى دى.))

ده وويل چې په دغه بريد کې څارمن نورمحمد وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

بل لورته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو په بريد کې د تخار د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان نور محمد په ګډون ٧ حکومتي ځواکونه وژل شوي او ټانګ يې هم له منځه تللى دى.

د يادونې ده چې دا مهال د تخار د ټولو ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او مرکز تالقان يې هم کلابند کړی دی.

Views: 98

Exit mobile version