کابل (پژواک ۱۴ زمری ۱۴۰۰)دخیبر پښتونخوا دقبایلي سیمې جنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې دماینونو پر پاکولو مامور د امنیتي سرتیرو په یوه ډله وسله وال بريد شوی چې د پاکستان د پوځ دیو افسر په ګډون پینځه عسکر ټپي شوي دي.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني د دغو بریدونو مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې په سوېلي وزیرستان کې یې پنځه سرتېري وژلي دي.
دا په تیرو څو.ورځو کې څلورم برید دی چی ترسره کیږي.
Views: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن