کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د امنیت شورا په ځانګړې بېړنۍ غونډه کې دې د افغانستان روان وضعیت د ښهوالي په تړاو اغېزناکې پرېکړې وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په غوښتنه د هندوستان پر مشرۍ د ملګرو متلونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه نن د ملګرو ملتونو په مقر نیویارک کې ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پژواک اژانس ته وویل چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا بېړنۍ ځانګړې غونډه د هېواد د ترینګلتیا په اړه د نړۍ د پاملرنې ښکارندويي کوي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت تمه لري ترڅو په دې غونډه کې د هغو مسایلو په اړه تصمیم ونیول شي چې په عملي توګه د افغانستان د اوسني وضعیت پر ښهوالي او د سولې او ټيکاو پر ټینګېدو باندې مستقیم اغېز ولري.
ګران هېواد وایي : “په دې لړ کې موږ تمه لرو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو د بریدونو د عاجل درولو، د تاوتریخوالي د درېدو لپاره، د هغه بشري حقونو ناورین چې د طالبانو د عملیاتو په نتیجه کې رامنځ ته شوی د هغه مخه ونیسي”.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه تمه لري، څو داسې پرېکړې وکړي چې سولې ته د رسېدلو لپاره د مذاکراتو روان بهیر چټک کړي، ترڅو افغانان ژر د سولې توافق ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره، افغانستان دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې له افغان ځواکونو څخه د هوايي ملاتړ په ګډون د افغان حکومت د راتلونکو شپږ میاشتو له امنیتي پلان څخه ملاتړ وکړي ترڅو د افغانستان په روان وضعیت کې د بدلون او ثبات لامل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP