ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په روان کال کې تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه

په روان کال کې تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه

author avatar
7 Aug 2021 - 18:08
په روان کال کې تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه
author avatar
7 Aug 2021 - 18:08

کابل (پژواک، ۱۶ زمری، ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې په افغانستان کې د جګړې د درېدو او د سولې خبرو د پیل غوښتنه کوي چې په دغه هېواد کې جګړې خونړۍ شوې او تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم دوه برابره شوې ده.

  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د جګړې طرفونه دې په افغانستان کې جګړه ودروي، سوله دې وکړي.
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا: په افغانستان کې د «امارت» په نوم د سیاسي جوړښت د بیا رامنځته کېدو پلوي نه کوو.
  • اروپایي ټولنه: د افغانستان ملاتړ ته د سولې له یوې داسې موافقې وروسته دوام ورکوو چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.
  • طالبانو د نیمروز او جوزجان مرکزونه ونیول، کندهار او لښکرګاه کې جګړه ده.
  • طالبان: د جوړجاړي لپاره موږ د دوحې پر تړون باندې عمل کول تر ټولو ښه لاره بولو‌.
  • غني: د جګړې په وضعیت کې باید بدلون راولو؛ ځکه چې له دې پرته طالبان سوله نه کوي.
  • خلک: جګړه ودروئ!
  • په روان کال کې تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه؛ تر سلو ډېر ملکي وګړل ووژل شول او ۵۱۶ نور ټپیان شول.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۲ ولایتونو (هلمند، هرات، کندهار، کابل، میدان وردک، بلخ، کاپيسا، زابل، ننګرهار، تخار، بدخشان او اروزګان) کې په شاوخوا ۲۹ بریدونو کې ۱۰۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د پژواک د اوونیزو راپورونو له مخې، په روان هجري لمریز کال کې تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۶۷۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۶۴۴ نور ټپیان دي. سرچینه لیکي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله اتیا سلنه لوړ شوی.

د امنیت شورا: جګړه ودروئ!

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپله ځانګړې ناسته کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې جګړه ودروي او په سملاسي توګه د سولې خبرو ته کېني.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډیبرا لاینز دې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د طالبانو پر مشرانو بندیزونه دې د سولې په مذاکراتو کې په رښتیني پرمختګ پورې مشروط شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې د امارت په نوم د سیاسي جوړښت د بیا رامنځته کېدو پلوي نه کوي. دغه شورا په افغانستان کې پر بشري حقونو د تېریو راپورونو هم خواشینې کړې ده.

د ایران نوي ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د افغانستان د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع پر کوښښونو د ټینګار کولو ترڅنګ وویل چې په دغه هېواد کې د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او سولې پروسې ملاتړ کوي.

دغه راز تېره اوونۍ اروپایي ټولنې وویل چې د افغانستان ملاتړ ته د سولې له یوې داسې موافقې وروسته دوام ورکوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. په

افغانستان کې د امریکا سفارت هم یو ځل بیا پر اوربند تینګار وکړ.

زوروې جګړې:

د سولې او اوربند لپاره د نړیوالو هڅې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې جګړه په درز روانه ده.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د نورو خورو ورو نښتو او بریدونو ترڅنګ، د هلمند، کندهار، نیمروز، جوزجان او هرات ولایتونو په مرکزونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې وې.

وروستي راپورونه ښیي چې د نیمروز مرکز زرنج او د جوزجان مرکز شبرغان د طالبانو لاس ته لوېدلي او دا مهال د هلمند په مرکز لښکرګاه او د کندهار او سرپل په ښارونو کې هم جګړې روانې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جګړې درولو او اوربند په اړه وايي: “دا ټول شيان هغه مهال ممکن او عملي وو چې د دوحې له تړون سره سم عمل شوی وای، اوس به موږ سولې ته رسېدو. اوس هم د جوړجاړي لپاره موږ د دوحې تړون باندې عمل کول تر ټولو ښه لاره بولو‌.” هغه زیاتوي، بايد مذاکرات جدي ونيول شي او د خبرو اترو پروسه په صادقانه ډول پرمختګ ته پرېښودل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم تر راتلونکو شپږو میاشتو د جګړې په ډګر کې د وضعیت پر بدلون ټینګار کوي، او وايي تر هغو چې د جګړې په ډګر کې وضعیت بدل نه شي، طالبان به د سولې جدي خبرو ته حاضر نه شي.

ده له خلکو وغوښتل چې د طالبانو او د هغوی د بهرنيو پلويانو پر وړاندې بسیج او یوموټی شي او ترڅنګ یې د طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ چې جګړه دې پرېږدي او افغان ولس ته دې واک ورکړي چې د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.

خلک سوله غواړي:

د هلمند، کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکو په کابل کې د یوناما دفتر مخې ته د تحصن خېمې په درولو سره د اوربند او په هېواد کې بېځایه شوو ته د رسېدنې غوښتنه وکړه.

د بلخ يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په یوه ناسته کې د اوربند غوښتنه وکړه، ویل یې چې په جګړو کې بشري او انساني حقونه تر پښو لاندې شوي.

سلګونو افغانانو په کاناډا او فرانسه کې د لاریونونو په ترڅ کې د افغانستان له دولتي ځواکونو او جمهوریت څخه ملاتړ وکړ.

د اهل تشیع یو شمېر عالمانو وویل، په افغانستان کې روانه جګړه اسلامي او شرعي مشروعيت نه لري، طالبان او حکومت دې د سولې او مذاکراتو لار غوره کړي.

ديني عالمانو په کونړ کې د حکومت او نظام پر ملاتړ جوړې شوې غونډه کې پر پاکستاني ديني عالمانو غږ وکړ چې نور د افغانستان په چارو کې له لاسوهنو تېر شي او دلته دې د جهاد د روا والي فتواوې بندې کړي.

دوی د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې د سولې لپاره دې پايله ورکوونکي مذاکرات تېز کړي؛ ځکه په هېواد کې د افغان وژنې لپاره روانه جګړه نوره د زغم نه ده .

Visits: 158

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.