ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هغه دولتي مسوولین چې شتمنۍ ثبت نه کړي بهر ته سفر نه شي کولی “

“هغه دولتي مسوولین چې شتمنۍ ثبت نه کړي بهر ته سفر نه شي کولی “

author avatar
9 Aug 2021 - 16:09
“هغه دولتي مسوولین چې شتمنۍ ثبت نه کړي بهر ته سفر نه شي کولی “
author avatar
9 Aug 2021 - 16:09

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۰) : د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي کمېسیون وایي، هغه دولتي مسوولین چې خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي، نو سفر نه شي کولی .

د دغه کمېسیون ویاند فیروز بشري د زمري په ۱۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې تراوسه په ټول هېواد کې ۳۷ زره کسان د شتمنیو د ثبت لپاره په شرایطو برابر دي، چې ۱۸ زره کسانو خپلې شتمنۍ ثبت کړې دي او دوی ۱۵ زره فورمې سسټم کې داخل کړې دي.

خو هغه زیاته کړه چې ۲۲۱۱ مسوولینو او چارواکو خپلې شتمنۍ نه وې ثبت کړې چې له امله یې امتیازات ځنډول شوي وو، خو له فساد سره د مبارزې کمېسیون د اقداماتو او هلو ځلو په پایله کې ۱۲۰۶ نورو دولتي مسوولینو خپلې شتمنۍ ثبت کړې چې امتیازات یې بېرته پیل شول.

د بشري په وینا، اوسمهال ۱۰۰۵ دولتي مسوولین پاتې دي او تراوسه یې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي او امتیازات یې ځنډول شوي دي.

بشري له ټولو حکومتي چارواکو او مامورینو وغوښتل چې له قانون سره سم خپلې شتمنۍ ثبت کړي که دغه کار ونه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي او امتیازات به یې وځنډول شي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي کمېسیون وایي، هغه کسان چې خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي نو امتیازات یې ځنډول کیږي او بهر ته د سفر اجازه هم نه لري.

سرچینې زیاته کړه، دغه کمېسیون د اداري فساد پرضد مبارزې ته جدي ژمن او په خپلو اجرااتو کې مستقل دی، هیڅ شخص او یا بنسټ ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

د دغه کمېسیون ویاند له رسنیو او مدني ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې یې ملاتړ او همکاري وکړي څو ټول خلک د فساد پر وړاندې ملي پاڅون وکړي او په هره برخه کې له مفسدینو سره مبارزه وشي.

Visits: 264

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.