کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۰) : د بې پولې ډاکټرانو نړیوال تنظیم وایي چې د افغانستان په ښارونو کې جګړو زور اخیستی او له ټولو خواوو يې غوښتي چې روغتیایی تاسیساتو او مرکزونو ته درناوی ولري.
په افغانستان کې له مې میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو چې اوس د ښارونو منځ او شاوخوا سیمو ته رسېدلې دي، زور اخیستی.
سرچینې زیاته کړې، دغه جګړې طبي پاملرنې ته د خلکو لاسرسی له خنډ سره مخ کوي، د مرمیو او چاودنو له امله د ټپیانو شمېر زیاتوي او د پراخه بې ځایه کېدو لامل کیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو جګړو پایلې په درېیو سیمو چېرته چې بې پولې ډاکټران فعالیت کوي لکه د هلمند په لښکرګاه، په سوېل کې د کندهار او په شمال کې د کندوز په ښارونو کې ډېرې محسوسیږي. خو جګړه د هرات ښار په شاوخوا کې هم روانه ده. په دغه ښار کې د ام اس اف پروژه هم فعاله ده.
په افغانستان کې د بې پولې داکټرانو بشري چارو مدیره لارا بورجولي وایي: "په افغانستان کې وضعیت یقینا چې خرابې کچې ته رسېدلی، ځکه په ځینو ښارونو لکه لښکرګاه کې طبي او روغتیايي مرکزونه په لومړۍ لیکه کې موقعیت لري.
هغې زیاته کړې، د ام اس اف کارکوونکي په ټولو پروژو کې په سختو شرایطو کې د ناروغانو درملنې ته دوام ورکوي او طبي فعالیتونه د جدي اړتیاوو رسېدنې ته پوره چمتو او تنظیم شوي. "
په لښکرګاه کې، ام اس اف په بست ولایتي روغتون کې فعالیت لري، څه کم دوه اوونۍ کیږي چې په ښار کې سخته جګړه روانه ده. له روانې جګړې سره ژوند په دغه ښار کې په ټپه درېدلې او طبي کارکوونکي نه ستړی کېدونکی کار کوي څو د طبي، ولادي نسايي او بېړني جراحي بهیر ته په وخت رسېدنه وشي.
سرچینې ویلي، طبي کارکوونکي په روغتون کې دېره دي په داسې حال کې چې د ټوپکو او هاوانونو ډزې، راکټونه او هوایي بریدونه خورا نږدې روان دي. د اګست میاشتې په نهمه، یو راکټ د بست روغتون له بېړنۍ خونې سره نږدې ولګېد، خو له نېکه مرغه چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
بلخوا په دې وروستیو کې جګړه د کندوز ښار شاوخوا سیمو کې هم تېزه شوې، په همدې تېره اوونۍ کې دغه ښار د طالبانو لاس ته ولوېده. د جولای په میاشت کې کله چې جګړې زور واخیست، د بې پولې ډاکټرانو سیمه ییز دفتر د تروما پاملرنې په یوې ۲۵ بستریزې څانګې بدل شو.
په دغې څانګه کې ټیمونه هغه کسان چې د چاودنو، مرمیو او چرو له امله ټپیان شوي وي درملنه کوي.
سرچینې ویلي، د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې د ۲۷ ماشومانو په ګډون د ۱۲۷ ټپیانو درملنه شوې ده.
ام اس اف به خپلو د ټروما پاملرنې اړوند خدمتونو ته د ټروما پاملرنې څانګه کې دوام ورکړي، خو د ټروما سراپا اړوند خدمتونه یې د کندوز نوي ټروما مرکز کې چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې د جوړېدو چارې روانې دي پیل کړي.
ام اس اف دغه راز د کندوز ښار لوېدیځ د چهاردرې په ولسوالۍ کې د ولسوالۍ باثباته کوونکي کلینیک چارې ته، چې په تېره یوه اوونۍ کې (د روان اګست میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې) د ۱۲۶ ټپیانو درملنه کړې، دوام ورکوي. ام اس اف په پلان کې لري څو امنیتي وضعیت ته په کتو په راتلونکې اوونۍ کې د ټروما پاملرنې اړوند خدمتونه د ټروما دغه نوي مرکز ته ولېږدوي او د کندوز ټروما بېړنۍ څانګه به د ملاتړکوونکې څانګې په توګه وساتي.
په کندهار ښار کې، ام اس اف د هغو ناروغانو لپاره چې د درملو پر وړاندې په مقاوم توبرکلوز اخته دي یوه کلینیک لري. دغو ناروغانو ته د لرې مشورې او د درملو بفر ذخیره چمتو کیږي ترڅو کلینیک ته له لومړۍ کرښې څخه د دوی د تګ راتګ مخنیوی شوی وي.
په لښکرګاه ښار کې څو ورخې مخکې چې کله د څو ساعتونو لپاره وضعیت آرام شو، یواځې د ولادي نسایي ناروغانو شمېر لس برابره زیات شو. طبي بېړني خدمتونه، زېږونونو ته رسېدنه او د مزمنو ناروغیو درملنه د جګړې په جریان کې نه دریږي.
د ام اس اف د هلمند پروژې همغږې کوونکې، سارا لیهي وایي: "موږ یواځې په یوه ورځ د ولادي نسایي یواځې یوه ناروغه درلوده." لیهي وایي په سبا يې چې کله جګړه لږ ارامه شوه، د ولادي نسایي لس ناروغانې روغتون ته راغللې، نو موږ اوس پوهیږو چې اړتیا ډېره ده. په رښتیا هم موږ ډېر اندېښمن یو چې مېرمنې په کور کې پرته له طبي کارکوونکي په ځانګړې توګه کله چې زېږون پېچلی وي زېږون وکړي.
د جګړو ښکیلو خواوو ترمنځ شخړې د سلګونو زرو کورنیو د بې ځایه کېدو لامل شوې دي. یو شمېر خلک په ښاري سیمو او غیر رسمي استوګنځایونو کې مېشت شوي چې د لومړنیو اساسي اړتیاوو لکه خواړه، سرپناه او طبي پاملرنې پرته ژوند کوي.
په داسې حال کې چې جګړه ښارونو ته رسېدلې، روغتونونه خپلو کارونو ته دوام ورکوي، خو ګواښ تل وي لکه پرون چې راکټي پېښه رامنځته شوه. ان د سختو جګړو پرمهال، ټولو طبي تاسیساتو او مرکزونو ته باید درناوی او ساتنه یې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP