Language

پر فیسبوک او ټویټر (پرپاکستان بندیزونه ولګوئ) سلګونه زره پوسټونه شوي

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۰۰): وروسته له هغه چې په قطر کې د سولې خبرې ټکنۍ او په افغانستان کې جګړو زور واخیست، افغانانو پاکستان په نیابتي جګړې تورن، په فیسبوک او ټویټر کې یې د (پر پاکستان بندیزونه ولګوئ) سلګونه زره پوسټونه کړی دي.

دغه کمپاین دوه ورځې مخکې پیل شوی او تر اوسه لسګونو زرو افغانانو په ټویټر اوفیسبوک کې نږدې شاوخوا ۷ سوه زره ځلې (پر پاکستان بندیز ولګوئ) پوسټونه کړي او دغه کمپاین اوس هم په تیزۍ سره روان دی.

په دغه کمپان کې په افغانستان کې دننه د افغانانو ترڅنګ په کوزې پښتونخوا، پاکستان، هندوستان، اروپا او امریکا کې مېشتو افغانانو هم په پراخه کچه برخه اخیستې ده.

دغه هشټک کمپاین وروسته له هغه پیل شو چې په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر او د پاکستان سرسخت مخالف کریس الیګزنډر په دې اړه په ټویټر کې پوسټ وکړ.

هغه پاکستان د افغانستان په روانه جګړه کې دخیل وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي.

پر پاکستان باندې د بندیز لګولو په دغه کمپاین کې دولتي چارواکو، سیاسیونو،   افغان مدني فعالان، ټولنیز فعالان، خبریالان، ورزشکاران او د ټولنیزو رسنیو نور کاروونکي شامل دي.

دوی دغه راز پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې یې نیابتي جګړه پیل کړې ده.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په فیسبوک کې لیکلي: پر ټولنیزو رسنیو د مبارزو ځوانانو له لوري د پاکستان پر ضد روانه فکري مبارزه ستایي

هغه زیاته کړې” پاکستان د ترهګرو تمویلونکی هېواد دی، باید د ملګرو ملتونو له لوري تحریم او بندیزونه پرې ولګول شي.
پاکستان په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې مستقیماً تمویلونکی او د سیمې لپاره د سرطان دانه ده.”
مسلمیار ویلي،  ا کمپاین باید لا پسې پراخ شي.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې اسلام اباد په افغانستان کې سوله غواړي او افغانان باید پاکستان د خپلې هرې ستونزې لامل ونه ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په خیبرپښتونخوا کې «پښتون قامي جرګه» کې یو شمېر سیاستوالو د پاکستان حکومت تورن کړ چې د افغانستان په روانې جګړې کې ښکېل دی.