ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«که د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا مخه ونه نیول شي ناورین رامنځته کېږي»

10 Aug 2021 - 16:24
10 Aug 2021 - 16:24

کابل(پژواک،۱۹ زمری ۱۴۰۰): عامې روغتیا وزارت او طبي پوهان وایي چې د کابل ښار په ډېری ناحیو کې تر ځمکې لاندې اوبه د انسانانو له مدفوع موادو سره ګډې شوې او زیاتوي چې که پام ورته ونه شي، ښایي ناورین رامنځته شي.

د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري پژواک ته وویل چې که څه هم په وروستیو کلونو کې د کابل تر ځمکې لاندې اوبو په اړه جدي څېړنې نه دي شوې؛ خو د مخکنیو څېړنو له مخې، د دغه ښار تر ځمکه لاندې ۷۷سلنه اوبه له انساني مدفوع سره ګډې شوې دي.

نوموړي د دې په څرګندولو چې کابل کې د چټلو اوبو منظم سیستم نشته، زیاته کړه: «ډېری خلکو په خپل سر او غیرمعیاري ډول د ککړو اوبو لپاره څاګانې کیندلې دي چې له امله یې د انسان د غایطه موادو جذب، تر ځمکه لاندې اوبه ککړې کړې دي.»

هغه څرګنده کړه چې که څه هم د کابل ښار په ټولو ناحیو کې تر ځمکې لاندې اوبه ککړې دي؛ خو د نوموړي په خبره چې د اوبو د ککړوالي کچه په ۱۱، ۱۵، ۱۳، ۱۸ او ۶مه ناحیه کې ډېره ده.

نظري د یاد ښار د اوبو ککړتیا د اندېښنې وړ وبلله او زیاته یې کړه: «له ککړو اوبو ګټه اخیستل د مکروبي ناروغیو لکه پېچ، په ګردو کې د ډبرې جوړېدو، د کولمو او معدې د درد لامل کېږي.»

هغه زیاته کړه چې عامې روغتیا وزارت په دې تړاو اندېښنه لري؛ ځکه اوس مهال د کابل ښار نفوس په ډېرېدو دی، د خپل سرو ودانیو جوړېدل نه دي بند شوي او د ککړو اوبو لپاره منظم سیسټم نه شته.

نوموړي په دې اړه د اړوندو بنسټونو د ګړندیو اقداماتو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه اقدامات باید مخکې له مخکې ترسره شي چې په غیرمعیاري ډول د ککړو اوبو لپاره د څاګانو کیندلو مخه ونیول شي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر محمد نصیر ملکزي پژواک ته وویل چې ټولې ناروغۍ په مستقیم او غیرمستقیم ډول د اوبو له ککړتیا سره اړیکه لري.

د ملکزي په وینا، دا چې اوبه یوه حیاتي ماده ده او د روغتیا لپاره اړینه ده؛ نو له همدې امله فاضله اوبه کولای شي د ویروسي، باکټریایي او پرازیټي  ناروغیو لکه ملاریا، لشمانیا، پېچ، د معدې چینجي او نورو لامل شي.

د نوموړي د معلوماتو پراساس، د ککړو اوبو د څښاک له امله په ټول هېواد کې د ورځې نږدې ۲۵ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یاد متخصص وړاندیز وکړ چې د پوهاوي پروګرامونو ترسره کولو له لارې دې خلک وپوهول شي چې څه ډول تر ځمکې لاندې اوبو د چټلوالي مخه ونیسي او ککړې اوبه څه ډول روغتیایي کړي.

هغه وویل چې د چټلو اوبو لپاره د معیاري څاه کیندل باید د یوه منظم پروګرام له لارې ترسره شي.

په ورته مهال، د کابل څرخي پله سیمه کې په لاجورد احمدزي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر سیلاني احمدزي په کابل ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه زیاته کړه: «تر ځمکه لاندې د اوبو ککړوالي او له هغه سره د انساني مدفوع یوځایوالي د خلکو ترمنځ مکروبي ناروغۍ ډېرې کړې او په کلني ډول یو شمېر ماشومان د دغو ناروغیو په ځانکړې توګه پېچ له امله ژوند له لاسه ورکوي.»

نوموړي هم له اړوندو ادارو وغوښتل چې په دې تړاو پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې مسوولین وايي چې د کابل ښار په ټولو ساحو کې یې د اوبو د تنظیم او د اوبو رسولو شبکو د سیسټم مدیریت لپاره منظم پروګرامونه جوړ کړي دي.

د چاپېریال ساتنې یوه کارپوه صلاح الدین کبیر وویل چې د کابل ښار اوبه د WHO معیارونو په پرتله، ډېرې ککړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې که څه هم د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د چټلوالي په اړه نوې څېړنه نه ده شوې؛ خو د مخکنیو څېړنو له مخې، د کابل ښار نږدې ۸۰سلنه تر ځمکه لاندې اوبه له انساني مدفوع سره یوځای شوې دي.

یادې دواړه سرچینې وایي چې که د کابل ښار تر ځمکه لاندې اوبو د ککړوالي مخنیوی ونه شي، ناورین به رامنځته شي؛ ځکه د ککړو اوبو په ځاګړې توګه په انساني مدفوع د چټلو اوبو څښل به د خلکو ترمنځ مکروبي ناروغۍ ډېرې کړي.

په ورته مهال، کابل ښاریان هم د دغه ښار د اوبو د ککړتیا په اړه اندېښمن دي.

د کابل ښار د قلعه فتح الله اوسېدونکې فرزانې وویل چې د ترسره شوو څېړنو له مخې، ویل کېږي د کابل ښار په ډېری ناحیو کې تر ځمکې لاندې اوبه ککړې شوې دي او د اوبو ککړوالی د ساري ناروغیو د خپرېدو لامل شوی دی.

د هغې په وینا، د تر ځمکې لاندې اوبو د چټلوالي یو لامل د فاضله اوبو لپاره د غیرمعیاري څاه ګانو کیندل دي.

نوموړې وویل: «د کابل ډېری ښاریان د غیرمعیاري جوړونو په اړه له پوهاوي پرته، د فاضله اوبو جذبي څاګانې کیندي؛ چې په راتلونکي کې یې پاکې نه کړي؛ په داسې حال کې چې نه یوازې د خپل کور، بلکې په دې کار سره د ټولې ساحې اوبه ککړوي.»

د نوموړي په باور، د ترځمکې لاندې اوبو د ککړوالي مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار خلکو ته پوهاوی ورکول دي.

د کابل ښار د ۳۱۵مې سیمې اوسېدونکي نور اکبر ملکزي وویل: «له بده مرغه د کابل تر ځمکې لاندې اوبه د تېرو کلونو په پرتله، ډېرې ککړې شوې؛ ځکه له یوې خوا د دغه ښار نفوس تر شپږ میلیون کسانو اوښتی او له بلخوا د فاضله اوبو لپاره د څاګانو کیندل، د ترځمکې لاندې اوبو د ککړتیا لامل شوي دي.»

هغه د کثافاتو خښول او له کرنیزو سرو یا کوډونو ډېره استفاده هغه نورو لاملونو وښودل چې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه ککړوي.

Hits: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.