جلال اباد (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): د اسيا پراختيايي بانک د ننګرهار له کانال رياست سره د ۵۹۲ زره ډالرو په لګښت د کرنيزو وسايلو مرسته وکړه.
دغه وسايل چې د زمري په ۲۰مه يې کانال ادارې ته ورکړل د کانال ادارې مسوولين وايي، له دغو وسايلو به د کانال د نهر د پاکوالي، منظموالي او د اوبو د منظم وېش برخه کې ګټه واخیستل شي.
د ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د دغو مرستو د تر لاسه کولو پرمهال له اسيا پراختيايي بانک څخه مننه وکړه چې د ۵۹۲ زره ډالرو په لګښت يې د کانال ادارې ته کرنيز وسايل ورکړل.
هغې زياته کړه چې په دغو وسايلو کې پنځه عرادې د اوبو سيار واټر پمپونه، دوه عرادې ډمټرکونه، يو عراده سکواټور، يو عراده رولر او يو عراده لوډر شامل دي.
د مېرمن کاکړ د معلوماتو له مخې، دغه وسايل د کرنې وزارت له لارې د NVDA يا د ننګرهار کانال د زېرمو د بيارغونې پروژې له لارې ورکړل شوي دي.
د ننګرهار کانال ریيس محمد بصير حقيار وويل چې له تېرو کلونو راهیسې يادې ادارې دغو وسايلو ته اړتيا درلوده چې تر دې وړاندې په ډېرو عادي او کليوالي وسايلو د کانال د نهر پاک کاري او د زيانمنېدونکو ځايونو رغونه کوله چې د دغو وسايلو په وسيله به ياده چاره چټکه، عصري او مسلکي شي.
دی وايي، نه يوازې به د کانال د نهر په صفايۍ کې دا وسايل ګټور ثابت شي، بلکې د اوبو منظم وېش ته به هم زمينه برابره کړي او تر څنګ به يې د کانال نورو برخو کې هم ترې ګټه پورته شي.
د اسيا پراختيايي بانک د ننګرهار کانال د زېرمو د بيارغونې پروژې مسوول سيد مقصود هاشمي وويل چې د دغو ماشين الاتو ورکړه د هغې پروژې برخه ده چې ۲۰۰۹ کال کې د اسيا پراختيايي بانک د ننګرهار کانال د بيارغونې لپاره پيل کړې ده.
دی وايي، په دغه پروژه کې د دغو ماشينريو سربېره د ۳۱ اعشاريه ۶ ميليونه ډالرو په لګښت د کانال د ۷۰ کيلومټره نهر بيارغونه، پاکوالی، سنګ کاري او يو شمېر نورې چارې هم شاملې وې.
د يادولو ده چې د ننګرهار کانال پروژه پنځه لسيزې وړاندې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې رامنځته شوې ده.
Views: 77
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن