Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کاپيسا، پروان، بامیان او خوست ولایتونو مرکزونه هم طالبانو ونیول

چاریکار (پژواک،۲۴ زمری ۱۴۰۰): د کاپيسا، پروان، بامیان او خوست ولایتونو مرکزونه هم د طالبانو په لاس سقوط وکړ او د یادو ولایتونو له سقوط سره اوس یوازې د کابل، پنجشېر او نورستان ولایتونو کنټرول له دولت سره دی.

پروان

د پروان ولایت د چاریکار ښار اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وویل چې د چاریکار ښار نن غرمه طالبانو ونیو.

د پروان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف اروزګاني هم په یوه ټیلېفوني اړیکه کې وویل: «طالبان نن ۱۲:۳۰ بجې د ولایت،  قوماندانۍ، د همغږۍ مرکز او ملي امنیت ریاست ودانیو ته ننوتل.»

کاپیسا

په کاپیسا کې ځینو سرچینو هم ویلي چې د یاد ولایت مرکز محمودراقي هم د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري د طالبانو په لاس د دغه ولایت د مرکز نیول تایید کړل او ویې ویل چې نن له غرمې مخکې (۱۱بجو) د ولایت ټولې برخې طالبانو ته تسلیم شوې.

ده زیاته کړه چې طالبان اوسمهال په ښار کې تګ راتګ کوي او امنیتي ځواکونو د بامیان ښار څنډو ته شاتګ کړی دی.

دغه راز د بامیان ښار یوه اوسېدونکي محمد سرور وویل چې طالبانو پرته له کومې نښتې د دغه ښار ادارې ونیولې او اوس د ښار په بېلابېلو برخو کې ګرځي.

بامیان

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو نن ماسپښین د بامیانو ولایت مرکز،  امنیې قوماندانۍ او د دولتي ادارو ټولې  ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.

ده زیاته کړه چې طالبان اوسمهال په ښار کې تګ راتګ کوي او امنیتي ځواکونو د بامیان ښار څنډو ته شاتګ کړی دی.

دغه راز د بامیان ښار یوه اوسېدونکي محمد سرور وویل چې طالبانو پرته له کومې نښتې د دغه ښار ادارې ونیولې او اوس د ښار په بېلابېلو برخو کې ګرځي.

خوست

په خوست کې یوې سرچینې هم تایید کړی چې طالبانو د خوست ولایت مرکز هم نیولی دی.

دغې سرچینې په ډاګه کړه چې د خوست ښار کنټرول د طالبانو په لاس کې دی؛ خو د kpF  ځواکونو اډه چې د دغه ښار په ختیځ کې ده، طالبانو تر اوسه تر خپل کنټرول لاندې نه ده راوستې.

خو ځینې سرچینې وایي چې د طالبانو له KPF . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.