ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د مخکني حکومت له ځینو کارکوونکو وسلې او موټر اخیستي

وسله والو د مخکني حکومت له ځینو کارکوونکو وسلې او موټر اخیستي

کابل(پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): وسله والو کابل کې د مخکني حکومت له ځینو کارکوونکو په داسې حال کې موټر او وسلې اخیستي چې طالبان وایي، هیڅوک له چا د وسلو او موټرو اخیستو حق نه لري او که څوک دا کار وکړي حساب به ورسره وکړي.

طالبانو د روانې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو. دا مهال له پنجشېر پرته ټول ولایتونه د طالبانو په کنټرول کې دي.

طالبانو دا مهال کابل کې امنیت ټینګ کړی، خو ځینې وسله وال چې ځانونه طالبان معرفي کوي، له دولتي کارکوونکو وسلې او موټر اخلي.

د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا یوه سلاکار حکمت الله حکمت پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې طالبانو د کابل ښار درېیم مکرویانو سیمه کې د ده دولتي موټر بیولی دی.

حکمت لیکلي:"زه یې د بیت المال له پوره خلاص کړم، خو پوښتنه داده، دوی وایي چې ټول دولتي کارکوونکي دې خپلو دندو ته راوګرځي، نو کله چې موږ له دوی سره ماموریت پیلوو، نو بیا موټر ولې رانه اخلي؟"

هغه د موټر د تسلیمۍ سند هم خپور کړی او وایي چې طالبانو موټر د هغه له موټرچلوونکي (شعیب) څخه اخیستی دی.

په سند کې راغلي:"یو عراده لنډ کروز موټر د لوګر څرخ والا مولوي معاذ اړوند کس محمد شفیق ته د شعیب له خوا تسلیم شو."

د مشرانو جرګې یوې غړې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي هم وایي، وسله والو چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، د هغې دولتي زرهي موټر او وسله اخیستي او د تسلیمۍ سند یې هم نه دی ورکړی.

دا وايي:"خیر دا کومه لویه خبر نه ده خو که رسمي ادرس ته یې یوسي."

هغې د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې وسله والو د «یوه بل وکیل» موټر هم وړی، خو د تسلیمۍ لیک یې ورکړی او ورته ویلي یې دي چی خبرې معلومې شي بېرته یې ورکوي.

د محمد شعیب بارک په نوم یوتن هم پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، ملا احمدي چې ځان یې د کابل امنیتي مسوول معرفي کړی، د ده زغره وال موټر له ځان سره بیولی دی.

دغه راز د محمدیونس په نوم بل کس پر خپلې ټویټرپاڼې ویډیو You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.