کابل (پژواک، ۲۸ زمری ١٤٠٠): نن (د زمري ٢٨مه) د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخيستو ١٠٢ کاليزه ده، پژواک خبري اژانس د دې وياړلې ورځې مبارکي ټولو هېوادولو ته وايي.
افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.
پخوا به دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خو وروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (د غويي اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسله وال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ دغه ورځ هم په لنډ ډول نمانځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP